The news is by your side.

د بایسکل خاطره

ايمل جلال

0

دا هغه مهال و چې مجاهدینو کرامو کابل په خپل مېنځ کې ویشلی و. په ټول کابل اور بل و. لوږه او قطحي داسې وه چې خلک به که مجاهدینو ونه وژل؛ له لوږې مړه کېدل. سور ژمی و او ټولې لارې بندې وې.
زموږ کور په خیرخانه کې و. موږ یو روسی پای برېک بایسکل درلود. مور مې ورته د کنجوغې لپاره دوه خورجینونه ګنډلي وو. دا بایسکل ما لپاره ژوندی تاریخ او د پلار د فداکارۍ سمبول دی. پلار به مې د ملا آذان سره سم بایسکل واخیست او له خیرخانې به یې د ګلبدین خان تر واک لاندې چهار آسیاب ته روان شو.
چهار آسیاب کې پرېماني وه. پلار به مې هم لکه د نورو خلکو په څېر له هغه ځایه پر بایسکل اوړه، لرګي، تېل او نور اولیه مواد راوړل. بیا به یې نیم په ښار کې پلورل او لږ به یې کور ته راوړل. بله ورځ به یې په هماغو پیسو نور اخیستل. نه پوهېږم چې دې بایسکل او پلار مې د خپل وزن څو برابره بار وړلو!
دا لار د بخت او تالو کیسه وه. نیم به رسېدل او نیم نور به یا وژل کېدل او یا به پاټکونو نیول. تر ټولو خطرناکه ساحه د شاه دو شمشېره نیولې د پل هارتل او دهمزنګ پورې سرک و. ځکه د تلوېزیون پر غره شورای نظار پراته و او په بالاحصار او شېر دروازه باندې جنبشي ګلم جم او نورې پوستې وې. وايي چې دوی به د یو سګرټ پر سر شرط تړلو چې لاندې پر سرک روان بایسکلوانان ویشتلی شي که نه! داسې ډېر یې وژلي. چې لدې ځایه به چې تېر شوې په کارته سخي او افشارو کې حزب وحدت پروت و. لږ وړاندې بیا د اتحاد اسلامي پاټکونه وو. پورته په ارغندیو کې د حزبیانو ساحه پیلېدله. دا ساحې ثابتې نه وې. بس له یو بل به یې نیولې. په هر یو به چې برابر شوې؛ د وژل کېدلو احتمال دې تر ۹۰ سلنې ډېر و.
پلار به مې په هفته کې یوه دوه پېرې وهلې. په افشارو کې د شفیع دیوانه پاټکیان به د پښتنو پسې ګرځېدل. یوه ورځ یې درولې و. هغه د ( قروت – کورت) مشهوره کیسه یې پرې عملي کړې وه. که پوه شوي وای چې پښتون دی ځا پر ځای یې وژلو. بس خدای ساتلی و. د نورو بایسکلوانانو سره یې له سهار تر ماښامه پرې مورچلې وکیندلې او رخصت کړی یې و.
کیسه کوي چې یوه ورځ باغ بابر ته نږدې حزبیانو ودرولو. ویل یې چې را پسې شئ. مخامخ یې د جنګلک په فابریکو ورننویستلو. چې ګورو لسګونه بایسکلونه ولاړ دي. لږ وړاندې ۵ – ۶ روسي کاماز موټرونه هم ولاړ دي. چې هنګرونو ته ننوتلو؛ یوه ډله لګیا دي د برقي ارو په واسطه د فابریکې ماشینونه اره کوي. موږ ته یې دنده راکړه چې اره شوې وسپنې کامازونو ته پورته کړو. ۳۰ – ۴۰ تنو د فابریکو ټوټې ټوټې ماشینونه د کلاشینکوف په زور پورته کول. داسې حالت راغی چې ګوتې مو ټولې پرې شوې. پر ماشینونو مو د وینو چاپې پاتې کېدلې. دوی بیا په مخابرو اخته دي او تر ارغندیو پورې د رسولو پلانونه جوړوي. په ارغندیو کې د سپېدار انجینیر مانډس خان ته تسلیموي او هغه یې د پاړه چنار له لارې پاکستان ته اړوي. مور مې وايي چې کور ته راغی د ګوتو پوستکي یې د بایسکل په دو شاخې پورې پاتې و.
دا ورځې خدای تېرې کړې. د طالب په دوره کې بیا زه هم په همدې بایسکل هر سهار ملا آذان چهار انصاري ته د ۵ ډوډیو اخیستلو لپاره راتلم. دا ډوډۍ د لشکر طبیه لخوا ورکول کېدلې.
په عین وخت کې همدا روسی کوپوني بایسکل زما د ښونځي نقلیه واسطه شوه. کله فکر کوم چې زموږ پلرونه هم عجیبې سټې دي. اوس چې زه هم پلار یم؛ که پر ما داسې حالت راشي مطمین نه یم چې د خپل پلار هومره شجاعت به ولرم. او کنه څه به کوم.

(Visited 79 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.