The news is by your side.

د بد نه بدتر حالت تصور هم باید ولرو

0

اکثره طالب مشران د ژمي او د شپې مهال عملياتو پخاطر پاکستان ته تښتېدلي، له هغه ځايه موثق راپورونه وايي چې دغه طالب مشران د پسرلي لپاره د عملياتو چمتوالی نيسي، تشکيلات جوړوي او د پاکستاني مقاماتو څخه د خپلو وژل شويو او معلولينو لپاره پيسې راباسي او دا ځل چې کوم جنګ غواړي پيل کړي، لکه د پخوا په څیر نه اعلانوي.
پخوا به يې د خندق، يا عمري په نوم عملیات هر پسرلی اعلانول، خو سږکال چې امریکا سره په خبرو بوخت دي، ډېر احتمال شته چې د پخوا برعکس په خاموشۍ سره جګړه تیزه کړي او ددې لپاره یې چمتوالی نیولی دی.
تاریخ ښودلې ده چې تر ټولو خونړۍ پېښې سولې ته د نږدې کېدو پرمهال شوي دي، ملت، امنیتي چارواکي او حکومت چې څومره هم سولې ته چمتوالی نیسي، هغومره باید احتمالي جنګ ته هم اماده اوسي. که چمتوالی موجود وي او سوله وشي غوړي لا غوړ او که امادګي نه وي، بد نه بدتر حالت تصور هم باید ولرو

خوشال خلیل

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.