The news is by your side.

د بیا نه منلو پیل خو دا وار……

0

محمد یار یار-

درې ورځې وروسته، د ډاکتر عبدالله له خوا، د قانون واضح خلاف، د خپل بري اعلان اصلاً د هغه د ناکامۍ ښکاره پیام لري ځکه اوس قاطع ور ته څرګنده شوه چې وضعیت یې خراب دی نو دا دی بیا د کومې معاملې لپاره د نه منلو سټېج ته وخوت؛ هغه په ۲۰۰۹ کې د پیسو په معامله سره تر شا او کرزي ته یې میدان پرېښود او په ۲۰۱۴ کې په اجرائیه ریاست قانع شو؛ فکر کوي چې دا وار به بیا د ورته یوې معاملې په نتیجه کې د کوم مقام خاوند شي خو دا وار به یې دا وارخطا کنفرانسونه په څو دلیله د ده لپاره دلخوا نتیجه و نه لري:

یو- په ۲۰۱۴ کې یې زورور بازو استاد نور وو چې دی یې په موږي غورځېده، دا وار هغه پر خاندي او پر زخمي زړه یې مالګې ور دوړوي.

دوه- هغه مهال زموږ امنیتي دفاعي بنسټونه کمزوري ول، بهرني عسکر تازه وتلي ول او دولت په مجموع کې متزلزل وو، د هر بحران احتمال لوړ وو خو دا وار مو زموږ د امنیتي ځواکو کنټرول د سنبلې پر ۱۸ ولید چې بې مسؤلیته کسان یې څنګه یخ پر ځای کښېنول او ښاغلي عبدالله د دغو قانون ماتوونکو په دفاع کې امنبتي ځواکونه وغندل ځکه د هرې خرابۍ لپاره د نوموړي تکیه پر دغو لاابالي بېچارګانو وه/ ده.

درې- محترم عبدالله چې له خپلو ملاتړو سره کومې ژمنې کړې وې، هغوی ته ثابته شوه چې د نوموړي هدف یوازې و یوازې یوه داسې چوکۍ ده چې صلاحبت ولري، مسؤلیت نه او صلاحیت هم یوازې د خپل استراحت و سیاحت لپاره وکاروي، ده په پڼځه کاله کې د خپلو پلویانو لپاره یو ګام هم وانخیست، د ملت د خیر لپاره کار خو یې بیخې خوب وو نو چندانې به یې څوک پر غورو غوږ و نه نیسي.

څلور- عبدالله صاحب د جمعیت تنظیم کاندید وو خو د دغه تنظیم اجراېیه رئیس -عطا نور- ریشخند په وهي، معاون یې -کلیم اله نقیبي- د دولت جوړوونکي ملاتړ اعلان کړ، ښاغلی امرالله صالح د غني اول معاون شو، یونس قانوني اتمر ته ولاړ، ولې مسعود یې په مقابل کې کاندید شو، اسماعیل خان یې په کیسه کې نه شو، د جمعیت د انسجام شورا هم د دولتساز حمایت وکړ، لنډه داچې له رباني ځوان پرته بل هیڅ هم ورپاته نه شول؟

پنځه- هغه مهال د ټاکنو کمیسیون هم ډېر د ډاډ وړ نه وو، ښاغلي کرزي هر څه کمزوري پرېښي ول، د نړیوالې ټولنې باور هم زیات نه وو او امریکا بالادستې لرله خو دا وار د ټاکنو بودجه حکومت ور کړې، حکومت د خپل صلاحیت خاوند دی، بنسټونه قوي شوي، خارجي تاثیرات واضح کم شوي دي او د غني قاطعیت د هر چا لپاره د درک وړ دی.

شپږ- دا وار د ټاکنو پر نسبي شفافیت جالب اتفاق نظر موجود دی، د نړیوالې ټولنې او لویو هیوادو او په افغانستان کې ذیدخلو اړخو ټولو پر دغه پروسه باور وښود.

اووه- د محترم په ننني کنفرانس کې یې تلولۍ روحیه، وچ حلق، د ژبې بندش او د ورسره ملګرو رواني تذبذب د ده د ناکامۍ داستان بیاناوه.

اته- تېر وار یې پر جهاد و مقاومت تکیه وه خو دا وار جهاد حکمتبار ځنې انحصار کړی او د مقاومت کیسې ته مې یې لوړه اشاره وکړه.

او متعدد نور دلایل چې بیان یې وخت غواړي، دامې د عامه ذهن د روښانتیا لپاره ژر ولیکل

(Visited 59 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.