The news is by your side.

د جنرال سادات د لویوالي دا اړخ!

محمد یار یار

0

د جنرال خوشال سادات جرئت، قاطعیت او تعهد هغه څه دي چې نوموړی یې د افغانانو په جمعي ذهن کې د یوه قهرمان په توګه نقش کړ خو له شمشاد ټلویزیون سره مې د نوموړي دې اړخ ته هم پام شو چې هماغسې په جرئت، قوت، او تعهد سره ږغېده لکه د وظیفې مهال چې وو او دا هغه څه دي چې زموږ په برطرفه شوو چارواکو کې په ندرت سره هم نه شي لیدل کېدای.

دا زموږ د ډېرې ټیټې تربیې، سُستې ژمنتیا او دروغجنې وطندوستۍ څرګندوی خصوصیت دی چې که له دولتي ناز و امتیازه برخمن وو نو هرڅه ګل و ګلزار وي خو که اړخ ته شوو نو بیا حکومت نه وي، سمدم قیامت وي؛ بیا یې نو په کیسه کې هم نه یو که مو د ناځوانمردانه جنجال زیان مخامخ نظام، ملي ارزښتو او خلکو ته رسیږي او ګټه یې سیده د ترهګرو، خارجي او داخلي دوښمن په جیب کې جمع کیږي.

دا ټول د ۴۶- کلن جنګ هغه مخرب تاثیرات دي چې موږ یې له یوه مخه، له ملي تربیې او وجدانه بېګانه کړو نو د وجداني بیا رغونې لپاره مو د جنرال سادات دا اړخ هم، تر بل هرڅه په ښه راتلای شي.

(Visited 45 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.