The news is by your side.

د حالاتو په تړاو داکتر نجیب الله د واکمنۍ د مهال دوې خاطرې

0

استاد رسول باوري

د حالاتو په تړاو داکتر نجیب الله د واکمنۍ د مهال دوې خاطرې

لومړی خاطره : 
دا کتر نجیب الله د لوړو زدکړو وزارت استادانو سره غونډه درلوده، ډبرو استادانو په خپل نوبت خبری وکړې خو د یوه تن استاد خبری تر نورو سختی او ماورا وی، هغه دا کتر نجیب مخاطب کړ او ورته وه یی ویل چی : موږ استادان یو نمری ورکوو ، زه تا ته د چارو په تنظیم کی صفردرکوم. هغه استاد څه موده وروسته د داکتر نجیب دکابینې وزیر سو.یوه ورځ زه او ښاغلی هیوادمل صاحب د یوې ستونزی د حل لپاره دفتر ته ورغلو،هغه ستونزه حل نه سوه.نو موږ په تلویحی ډول ورته و ویل چی وزیر صاحب موږ استادان یو، وزیر صاحب سمدستی و ویل چی هو تاسی هم صفر نمره راکوۍ. 


دوهمه خاطره: 
داکتر نحیب الله د ملی روغی حوړی پالیسی لپاره د ولسی ملاتړ په نیت د ټولنی د بیلا بیلو قشرونوسره غونډی جوړولې.د کابل د لیکوالو او فرهنګیانوپه یوه غونډه کی د نورو استادانو سره یوځای ،ما او د اقتصاد پوهنځی استاد اسحاق ابراهیمی چی د کابل پوهنتون په کورونو کی سره ګاونډی وو، هم برخه درلودل.په غوڼده کی مشرانو لیکوالو او فرهنګیانو خپلی نظريې او مفکورې بیانولې،په دې منځ کی یوه ځوان چی د یوې نشراتی خپرونی سره یی تړاو درلود، دا کتر نجیب مخاطب کړ او ورته وه یی ویل چی : ښاغلی جمهوریس، تاسو پر ولس ږغ وکړ چی یا وطن یا کفن، ولس دا شعار درسره بدرګه کړ او دا دی پنځه کاله یی د خپل هیواده دفاع وکړه، اوسنی حالات ستاسو د قدرت قربانی غواړی،ولس په خپله وعده وفا وکړه او زمو هیله ده چی تاسی هم وفا وکړی او قدرت پریږدۍ. کله چی د غونډی و وتلو ،دا ځوان یو شمیر فرهنګیانو او لیکوالو ډیر تشویق کړ.
یو مهال وو چی داکتر نحیب استعفا وکړه او په کابل کی د جګړو اور بل سو.یوه ورځ د کابل ښار په دهبوری کی د هری ورځی په څیر جګړه روانه وه چی موږ د ماریګر مهال لمانځه لپاره د سید جماالدین حومات ته ولاړو چی زموږ په ګاونډ کی وو.د لمانځه تر اداکولو ورسته د ځان ساتنی په خاطر د خپل کور دیوال ته نږدې کښیناستو چی د مرمیوښکار نه سو.منتظر وو چی د ماښام لمونځ هم وکړو، بیا به کورونو ته ځو.د ماښام اذان لا نه وو سوۍ چی زموږ په کور کی د ژړا ږغ سو، ماهم کورته منډه کړه او ابراهیمی هم. زه چی کور ته ورسیدم پوه سوم چی ژړا د ابراهیمی په کور کی ده،دروازې ته ورغلم ومی لیدل چی میرمن یی په مرمۍ لګیدلې او د لوړ منزله لاندی را لویدلې او شهیده سویده.غم اوژړا سوه ، اونیمه شپه مو د شهیدي جنازه په دریو تنو راواخستل او تر کارته پروانه مو ورسول . د جنازې تر ښخولو وروسته یو شمیر استادان چی په کارته پروان کی میشت وه د فاتحې لپاره را ټول سوه ، دا مهال ځو تنه استادان چی د داکتر نجیب په هغه غونډه کی وه هم حاضر وه، د هغو له شمیره یوه تن ابراهیمی ته د صبر او تحمل خبری پیل کړې ، دا مهال ابراهیمی ټول استادان مخاطب کړه او وه یی ویل چی : دا ټوله مو د خپله لاسه دی، که هغه ورځ مو هغه ځوان پر دا خوله په څپیړه وهلی وای او جوړ نظام ته مو خپله د نړیدلو دعا نه کولای نو اوس به مو دا حال نه وو.

(Visited 100 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.