The news is by your side.

!د سولی په خبرو کی افغان حکومت ته د دوهمی دسیسی خطر

شیرولي شیر

0
ناکامه لومړی دسیسه :
د سولی خبرو له پیل مخکی د کور دننه سیاسي ډلو او ګاونډي هیوادونو د امریکا سره په همغږی د سولی پروسه داسی لور ته روانه کړی وه چی افغان حکومت او ولسمشر غني یی یو منزوي حالت ته رسولی وو.
طالبان هم داسی یو حالت ته لیواله وو چی د بین الافغاني خبرو تر نوم لاندی ټولی جنګي/سیاسي ډلی او افغان حکومت د یو جز په توګه په خبرو کی راګډ کړي تر څو وکولای شي چی د یو حکومتي ځواکمن دریځ سره د خبرو په میز مخامخ نه شي او خپله د سر ځواک په حیث خبرو کی مطرح وي.
خو ولسمشر غني په پوره شله ګی دغه مهندسۍ ته تغیر ورکړ . د کور دننه یی د سولی مشورتي جرګه جوړه کړه او له دی لاری یی خپل دریځ یو څه ځواکمن کړ، ټولټاکنې یی د ټولو ډلو د مخالفتونو سره سره وکړی چی لږ تر لږه خپل حکومت ته قانوني بڼه ورکړي .
په بهر کی یی اروپایي هیوادونو ته هم قناعت ورکړ او امریکایان یی هم دی اړ کړل چی غوښتنو ته یی پام واړوي او ارزښت ورکړي .
ولسمشر غني په دی کار سره خپل حکومت له انزوا حالت څخه وژغوره او ویی کولای شول چی د کور دننه ټول هغه سیاسي لوبغاړي چی په ځانله توب یی د طالب سره د خبرو لړی پیل کړی وه ، د سولی عالي شورا په چوکاټ کی سره راټول کړي او په یو دریځ یی د حکومت د کنترول لاندی طالب سره خبرو ته وړاندی کړي ، طالب هم مجبور شو چی دغه پلاوي سره خبرو ته تن کیږدي .
د دوهمی دسیسی خطر :
کله چی د غني داخلي حریفان ، ګاونډي هیوادونه ( په تیره پاکستان ) ، طالبان او د هغوی سره همغږي امریکايي چارواکي په خپل لومړیني پلان کی ناکام شول ، اوس داسی ښکاري چی د سولی پروسه کی د یوی بلی دسیسې په لټه کی وي او یو ځل بیا حکومت او ولسمشر غني په دغه پروسه کی منزوي کړي
د دی پلان پلي کولو لپاره کیدای شي په دوحه کی د سولی افغانمنځي خبری په وړو جزیاتو د جنجال تر بریده ورسوي ، د بلی خوا په داخل کی ناامني او سیاسي بی ثباتي داسی پراخه کړي چی حکومت د ولسي فشار لاندی راشي او کله چی یی شرایط د خپل پلان لپاره اماده کړل ، بیا به د دریم ګړی ډلی په نوم نوي جوړښتونه د پخوانیو څیرو څخه یو ځل بیا فعاله کړي او د طالب سره به یی د لومړنۍ مهندسی په ډول خبرو ته وړاندی کړي .
د اکثریت ولس خبره بیا دا ده چی سوله خپل لومړیتوب ګڼي ، د هیڅ ډلی واک ، قدرت ته رسیدل او پاتی کیدل په دی نه ارزي چی د یو افغان وینه پری هم توی شي خو
له بلی خوا د هیواد د راتلونکی لپاره دا هم لوی خطر دی چی طالب په خپل امارتي فکر او فاتحانه ډول یو ځل بیا سیاسي واک تر لاسه کړي .
نو ښه به دا وي چی د کور دننه ټولی سیاسي ډلی او سیاسي شخصیتونه د یوی خوا په حکومت د اصلاح او سولی لپاره فشار راوړي او د دی تر څنګ د حکومت چتر لاندی په یو قوي او ګډ دریځ طالب سره خبرو ته وړاندی شي تر څو طالب د سر واکدار نه ، بلکه په اصلاح شوي بڼه په یو ګډ حکومت کی شراکت ته غاړه کیږدي
(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.