The news is by your side.

د سولې مشورتي جرګه ولې او د څه لپاره؟

0

خوشال خلیل ـ
هر عاقل او بالغ افغان په دې پوهېږي چې ټول افغانان یعنې مطلق اکثریت سوله غواړي. خو د سولې نه هره ډله، هر اجتماعي قشر، جنس او سیاسي مشران بېل بېل برداشتونه او تعریفونه لري. د سولې مشورتي جرګې اجنډا معلومه ده، جزئیات یې نه دي معلوم ځکه خو دا جرګه رابلل کېږي او دوی به په جزئیاتو بحث کوي.
مثلا یو کس چې جنګ سخت کړولی دی، وايي زه سوله غواړم، ماته مهمه نه ده چې که طالب حاکم وي که مالب، بل وايي زه هغه سوله غواړم چې جامو، ویښتانو او شخصي ژوند کې مې څوک کار ونه لري. بل راپورته کېږي وايي چې د بیان ازادي نه وي هغه سوله نه غواړم.
د دې لپاره چې د سولې د تعریف په سر دغه اختلاف او فاصله راکمه شي او ټول سره نږدې شي او سوله تعریف او د ټولو اقشارو او سیاسي لورو ترمنځ اتفاق رامنځته شي، نو د سولې د مشورتي جرګې رابلل، له تدبیره ډک کار دی.
جرګه نه يوازې دا چې د افغانستان په تاريخ کی سیاسي، دودیز مشروعیت او اهميت لري بلکې نړيوال هم خپله محاسبه د جرګی په پريکړو کوي او هغوی له دغسي سل مجلسونو او فيصلو څخه د جرګی يوی فيصلي ته زيات ارزښت ورکوي.
دا جرګه به طالبانو سره د اوسني نظام په نمایندګۍ مذاکراتي ټیم ته خپلې مشورې ورکوي چې په کومو موضوعاتو باید طالبانو سره بحث وشي او له کومو کرښو ورته تېر اوله کومو تېر نشو.

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.