The news is by your side.

د فیسبوک د ملګرو څخه اخیستل شوي معلومات

سید عبیدالله نادر

0

د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیری سوشما سوراج د عبدالله عبدالله په هکله د سترګو لیدلی حال
د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې سوشما سوراج د خپلو ياداشتونو پۀ کتاب (اسيا د مذهبي جنګ په لمبو کې) پۀ ۱۸۲ پاڼه کې ليکي:
کله چې د وزیر اکبر خان تپه باندې د افغانستان ملي بيرغ د هسکولو د پرانستې مراسمو ته کابل ته تللې وم، نو خوست ولايت کې مو د هوايي ډګر پروژه هم د افغان دولت سره لاسليک کړه، ماښام ناوخته د ډاکتر عبدالله زنګ راغی او د ملاقات غوښتنه يې وکړه، ما هم سبا د ورځې د ليدو لۀ پاره وخت ورکړ.
کله چې سبا شو، هندي سفارت کارو سره د ليدنو وروسته د ډاکتر عبدالله سره د ليدو نوبت شو او هغه هم د بهرنيو چارو په وزارت کې مخکې نه د ليدو لۀ پاره رارسېدلى ؤ، د ملاقات د رسمي ستړي مشي نه وروسته ډاکتر عبدالله سمدستي د خوست د مېدان هوايي پۀ اړه وپوښتل او غوښتنه يې کوله چې دغه مېدان دې د خوست پۀ ځای، شمالي ولاياتو کې جوړ شي او دليل يې دا ؤ چې دغه ډېره لويه پروژه ده او د خوست امنيت ډېر زيات خراب دى، د مسخرې پۀ ډول يې وويل چې هلته کوچيان اوسېږي، د مېدان هوايي پۀ ځای به مو ورته پنځه، پنځه پسونه ورکړي وو او بيا يې د پښتنو پۀ کلتور او د ژوند پۀ طرز لنډ غوندې سپکوونکى او خندوونکى نظر هم ورکړ.
ما يې هم خبرې اورېدې او د دغه سړي په لويه چوکۍ کيناستل مې تعجب ګڼلو!
د عبدالله دويمه غوښتنه هم عجيبه وه! ويل يې چې هند ته بايد د دري ژبو متعلمينو د سکالر شيپونو تعداد زيات شي او دليل يې دا ؤ، چې تروريستان او طالبان ټول پښتو ژبي دي او مونږ دري ژبي چې واړه ټول قومونه پکې موجود دي، د دغو وحشي پښتنو مقابله کوو او قرباني ورکوو .
زۀ ډېره زياته حېرانه شوم خو ډېره خفه هم شوم چې افغانستان د بهرنيو دښمنانو سره، سره بې شمېره داخلي دښمنان هم لري، څوک چې تر اوسه پۀ حکومت کې غټې، غټې چوکۍ لري خو لا د قبايلي او قبيلوي فکر سره خپل سياست پۀ مخ وړي.
*دهندو اخبار مشهور ليکوال “ساونت راش اچاريه” د انګليسي ژبې نه ژباړل شوى مضمون (کاپی د ښاغلي اجمل له واله)

(Visited 79 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.