The news is by your side.

د موجوده کاندیدانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې نسبتا ښه شخص انتخاب کړئ

0

واقعیت دا دی چې د ټولو لپاره 100% ای‌‌‌‌‌‌ډيال شخصیت د نړۍ په هیڅ ګوټ کې نشته.
حتی په ګڼ میشتو کورنیو کې پلار هم د ټولو اولادونو لپاره یو شان ای‌‌‌‌‌‌ډيال نه وي.
نو کیسه نسبي ده، اصلي خبره مې دا کوله چې د موجوده کاندیدانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې نسبتا ښه شخص انتخاب کړئ؛ البته دا نسبي والی د شخصي ګټو له مخې مه ټاکئ؛ د ملي ګټو په اساس یې غوره کړئ.
ځکه له همدې موجوده کاندیدانو به خامخا یو راځي، ستا یوه رایه هم کولای شي؛ نسبتا ښه رامخې ته کړي، که داسې هم ونشي نو تاسو خو به خپل وس د نسبي ښه کاندید د بریا هڅه کړي وي.
څوک چې هیڅ رایه نه کاروي؛ هغو کسانو ته ورته دي؛ چې پراخه دښته کې یې اوږد پلی مزل مخ کې وي؛ شړقنده باران وي؛ خو دی د چتریو دوکان کې یوه هم خوښه نشي کړای.

نعمان دوست

(Visited 6 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.