The news is by your side.

د مولانا سمیع الحق د زوی تقریر

اجمل ستانکزی

0

د مولانا سمیع الحق د زوی تقریر مې کته چې د افغانانو په شمول زرګونه چڼي او ټالیبان ورته ناست وي. دی په ډیره بې شرمۍ په افغانستان کې د وحشي ټالیب پواسطه د جهادو او شرعي نظام ملاتړ کوي خو په دوهمه خبره کې بیا ښکاره د پاکستان دومره کلکه دفاع کوي چې وايي که په پاکستان د افغانستان یا هند له طرفه کومه حمله وشي نو له فوج نه مخکې به اول مونږ ورسره جګړه کوو. دی ښه ویني چې په پاکستان کې یې هیرا منډۍ نه نیولې د شرابو تر کارخانو پورې هر منکر شته. خو بیا هم دی خپل هیواد کې شرعي نظام نه غواړي او برعکس د خپلو عیاشو پوځي او ملکي مشرانو دفاع کوي. د خپل هغه پوځ دفاع کوي چې لاسونه یې د لکونو بیګناه مسلمانانو په وینو ککړ دي.
راشه زما د وطن ملا ته چې په ښکاره د نظام او دولت پښې وهي. د خپل هغه پوځ مخالفت کوي چې په پاکي او صداقت کې یې د پاکستان پوځ سپي ته هم نشي رسیدلای. زه څنګه داسې ملایانو ته د یو افغان په سترګه وګورم او احترام یې وکړم چې د پاکستاني دینپوهانو په خوله زما له نظام او دولت سره دښمني کوي. که دا نن د افغانستان ملایان د خپل دولت ملاتړ وکړي نو پاکستانی ټالیب به هیڅکله هم پدې کمزوري دولت کامیاب نشي.
لنډه دا چې هیڅ افغان باید اجازه ونلري چې په پاکستاني مدرسو کې درس ووايي او هر هغه ملا چې په پاکستان کې مدرسه ویلې وي باید د وطن دوستي اجباري کورس ورته جوړ شي. که بیا هم نه افغان کیږي نو لکه پاکستان یې چې له مینځه وړي باید همداسې له مینځه یوړل شي تر څو نورو ته عبرت شي.
د پاکستان هر دینپوه که د ولي او پیغمبرۍ درجې ته هم ورسیږي بیا به هم د پاکستان ګټو ته لمړیتوب ورکوي. هر افغان ملا یا مذهبي چې د پاکستاني دینپوهانو خبرو ته غوږ ږدي یا د دغو دینپوهانو احترام کوي تر هغه به بل غټ خاین نه وي. دا چې ناست په افغانستان کې وي او صفت د حقانیه او نورو پاکستاني مدرسو د دینپوهانو کوي نو تر دغه ملا او مذهبي بل غټ دووس نشته. د همدې مردارې طایفې له لاسه افغانستان تباه دی. استثنا دومره کمه ده چې پدې نه ارزي چې یاده شي.

(Visited 76 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.