The news is by your side.

د ناتمام فصل تکمیل څه مانا؟ /محمد یار یار

0

دارالامان ماڼۍ په غلبېل غلبېل حالت کې چا لیدلې وه؟
زما خو یې شاو خوا ۲۳ کاله مخکې، د هر سوري په تماشه سره زړه غلبېل غابېل شوی وو او نن هم چې دارالامان اورم یا یې وینم نو تر زړه مې کوټلې وینې راځي!
دا ماڼۍ یوازې په جنګ کې راښکېله نه شوه چې تصادفا مرمۍ پکې موښتې وي بلکې اصلي د درد ځای خو دا دی چې خپله له ماڼۍ سره مخامخ جنګ وشو، دننه و دباندې، د یوه تاریخي ضد په حکم، ښه منظمه او پلان شوې وویشته شوه او شهیده کړه شوه.
که خدای وکړي زموږ ځوانکي نسل ته سوال پیدا شي چې له خاورو و خټو جوړې یوې ودانۍ سره ولې داسې دوښمنې؟ دا نو اوس څه شی شو؟
ځه، زه به فکر وکړم چې دغسې یوه مهمه پوښتنه وشوه!
دا اصلا له یوه تعمیر سره دوښمنې نه بلکې دا پر یوه فکره، یوه ارمان، یوه لرلید، یوې رڼا، یوه تمدن او یوه ستراتیژیک فصل باندې د ډېرو چارج شوو تاریخې عقدو انزال وو چې چانس یې د مجاهدینو د اسلامي حکومت په زمینه کې برابر شو.
تېره جمعه (۳۰ حمل۱۳۹۸) مې له نجیب آزاد، داود احمدي، انجنیر صالح، ډاکتر نعیم افضلي او سروش سره یووار بیا دا ماڼۍ د والبعث بعدالموت په حالت کې ولیده چې غني مسیحایي دم پکې پوکلی وو.
ملګرو ته مې وویل چې زه یې د بیا رغانې پلوي نه وم، ځکه دا باید دا وار د یوه وحشت، یوه جنایت، یوې تاریکې، یوه تحجر او یوه جاهلانه فصل د علامت په صفت ساتل شوې وای؛ ښاغلی آزاد راسره موافق وو خو پر دې مو هم فکر وکړ چې ښایي غني بیا دې مسلې ته له یوې بلې زاویې ناست وي:
غني غواړي چې د اعلیحضرت امان الله شاه غازي د ناتمام فصل د تکمیل اراده، دې ماڼۍ ته په بیا ژوند ور کولو سره تمثیل کړي؛
غني ستراتیژې لري چې د دې ودانۍ په بیا راپورته کولو سره، د هغه طلایي څپرکي د بشپړتابه شعار لپاره خپل جدیت نمایش ته وړاندې کړي؛
غني هدف لري چې د جهل پر تورتم د پوهې پرتم برلاسی کړي؛
غني ارمان لري چې حیوانیت په انسانیت سره ریپلېس کړي؛
غني هیله لري چې افغان انسان ته د خپل حیثیت د سمبول په ور یادولو سره، د بیا روشنفکرانه قیام انګېزه ور کړي؛
او بالاخره، غني پلان لري چې د دغه نیمګړي فصل په بشپړتابه سره، د یوه ودان افغانستان نوی موسم پیل کاندي!
دلته د جدې توجه او پوهېدو ټکی دا دی چې ولې د همدغه يرتمین قصر قاتلان چې په خپلو منځو کې هم یو پر بل سره یرغلګر ول، د غني پر ضد، د ضدیت پر واحده کرښه درېدلي دي؟
دا سوال نه په احساساتو جوابېدای شي نه په عقدمن میتود، بلکې دا په روشنفکرانه روش سره د حل وړ دی.
د دغه ناتمام فصل د تکمیل مفهوم دا دی چې د افراطیت، جهالت، استبداد، احتیاج، بې عدالتۍ او تعصب کمبله ټوله او ځای یې د دغو مفاهیمو ضد کنسیپټونه ونیسي.
اوس نو دا پوښتنه تاسو خپله جواب کړئ چې آیا منطقي نه ده چې افراطیون، زورواکان، جنګسالاران، د فساد مخکښان او د پردیو جاسوسان دې د غني په وړاندې، د مزاحمت و یوې واحدې خزې ته سره ور ټول شي؟

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.