The news is by your side.

د نړۍ بد زندانونه

0 124

ستاسی پام په نړی کې ټولو هغو بدو زندانونو ته راګرځو ، په کومو کی چه ډیر خطرناکه مجرمین ساتل کیږی .

۱ ـ د دیاربیکر زندان

په دیاربیکر زندان کی خلکو ته د بیلابیلو شکنجو تر څنګ روحی شکنجی هم ورکول کیږی ، په ۱۹۸۰ لیږدیز – زیږدیز کال کی د ترکیی په جنوب کی د دیاربیکر په ښار کی د دی هیواد د ډیرو بدو او خطرناکه مجرمینو لپاره زندان جوړ شو او له همدی نیټی څخه د نړی تر ټولو بد زندان شک هم په همدی زندان کیږی ، ویل کیږی چه ، یاد زندان نه یواځی په جسمی شکنجو مشهور شوی دی دا زندان په روحی شکنجو هم ډیر نامتو دی.
دا زندان په دوو برخو ویشل شوی چه د « E » په نامه برخه کی یی ۷۴۴ بندیان او د « D » په نامه برخه کی یی ۶۸۸ تنه بندیان ساتل کیږی خو اوسمهال په زندان کی بندیان ډیر دی .

۲ سبنیتا – Sabaneta

دا زندان چه د نړی د مشهورو بدو زندانونو څخه یو زندان دی د امریکا په جنوب کی په وینزیویلا کی موقعیت لری ، په دی زندان کی د ډیرو شکنجو تر څنګ ډیری ساری ناروغی هم شتون لری چه درملنه یی هم نه کیږی او همدا رنګه په دی زندان کی په خپله زندانیان هم ډیر جرمونه تر سره کوی نو ځکه خو هم هر بندی چه دی زندان ته راوستل شی د دی ځای څخه بل زندان ته د تللو هڅی کوی .

۳ – په فلورنس کی زندان

د امریکا متحده ایالاتو د کلارادو د ایالت د فلورنس په ښار کی زندان په کوم کی چه ۴۳۹ تنه تر ټولو خطرناکه مجرمین ساتل کیږی ، د خپل خوندیتوب له امله هم ډیر مشهور دی ، په دی زندان کی ډیر بندیان له دی کبله چه یواځی دی او هیڅ څوک حتی نور بندیان او ساتونکی هم نه ګوری ، په ځان وژنه لاس پوری کوی .
د یادونی ده چه ، دا زندان د ۱۹۹۴ لیږدیز – زیږدیز کال را په دیخوا په کار اچول شوی دی .

۴ – د تاد مور زندان

دا زندان چه د سوریی د پلازمینی دمشق څخه په ۲۰۰ کیلومتری واټن کی ځای پر ځای شوی دی .
د دی هیواد د مشرتابه پریکړه کړی وه چه په دی زندان کی به یواځی پوخی مجرمین وساتی خو د ۱۹۸۰ لیږدیز – زیږدیز کال را هیسی ټول مجرمین دلته ساتل کیږی ، په ۱۹۸۰ کال کی چه په دی زندان کی ۲۴۰۰ بندیان ساتل کیدل د سوریی د هغه وخت د ولسمشر حفیظ الاسد د پریکړی سره سم ټول بندیان ووژل شول .
د ویلو ده چه ، په ۲۰۰۱ کال کی یاد زندان وتړل شو او په ۲۰۱۱ کال کی دا زندان بیا په کار پیل وکړ .

۵ ـ په برازیل کی د کاراندیرو زندان

د کاراندیرو زندان په برازیل کی د سان پاولو په ښار کی په ۱۹۲۰ لیږدیز ـ زیږدیز کال کی پرانستل شو خو په دی زندان کی تر ۱۹۵۶ لیږدیز – زیږدیز کال پوری بندیان نه ساتل کیدل او بیا په ۲۰۰۲ لیږدیز – زیږدیز کال کی دا زندان وتړل شو .
له دی مخکی په ۱۹۹۲ کال کی په دی زندان کی بندیانو په غوغا او ګډوډی لاس پوری کړ چه په پایله کی یی ۱۱۱ تنه ووژل شول او د دی زندان د تړلو بل لامل یی د ایډز ناروغی په داسی حال کی په ګوته شوی چه په کی ۸ زره تنه بندیان ساتل کیدل .

۶ – دوه ویشتم کمپ

د دوه ویشتم کمپ په نامه زندان چه په شمالی کوریا کی موقعیت لری ، ښایی د نړی تر ټولو بد زندان وی .
د دی سیاسی زندان اصلی نوم چه ( کوان لی ۲۲ ) دی ، په دی زندان کی بندیان هیڅ ډول اړیکی د نړی سره نه لری ، په دی زندان کی په لویه کچه د مجرمینو د کورنی غړی هم په ابدی بند محکوم شوی دی ، ساتل کیږی . اوسمهال په دی زندان کی ۵ زره تنه بندیان ساتل کیږی .

۷ – بانګکوانګ په نامه زندان

د تایلند د ننتاحبوری په ولایت کی د بانکوک شمال ته په ۱۱ کیلومتری واټن کی د بانګکوانګ په نامه مرکزی زندان موقعیت لری چه په کی یواځی نارینه بندیان ساتل کیږی . ویل کیږی چه په ختیځ کی د بندیانو د ډیرښت او د ساتونکو له خوا پر بندیانو د ظلمونو له کبله دا زندان یو ډیر بد زندان دی . په دی زندان کی اوسمهال یو شمیر بهرنیان هم چه په بند محکوم شوی دی ، بندی دی .
د ویلو ده چه ، دی زندان ته د اعدام په سزا محکوم شوی مجرمین راوستل کیږی .

۸ – د ایل پاډیو په نامه زندان

د ایل پاډیو په نامه زندان چه د وینوسویل د ګواتیر په نامه ښار کی جوړ شوی دی ، یو له ډیرو بدو زندانونو څخه شمیرل کیږی . په دی زندان کی اوسمهال ۵۰ زره تنه مجرمین ، خپله د بند موده تیروی . په ۲۰۱۱ لیږدیز – زیږدیز کال کی په دی زندان کی د دوو ډلو تر مینځ ډیره سخته جګړه وشوه چه د کرارولو لپاره یی وسله وال پوځ ته اړتیا وه چه همداسی وهم شول .
هر هغه بندی چه بخت ورسره یاری وکړی او له دی زندان څخه خلاص شی بیا هیڅ کله هم نه غواړی چه دی زندان ته راستون شی .

۹ – د ګیتارام زندان

په روواندا کی مرکزی زندان چه د ګیتارام په نامه یادیږی په نړی کی د سختو سزاګانو له کبله ډیر پیژندل شوی زندان دی . په دی زندان کی حالات تر دی حده خراب دی چه د ژوندی پاتی کیدو په موخه بندیان د یو بل خوراک ته اړ کیږی او سړی خواره شی . د دی زندان بل نوم ( د خمکی په سر دوزخ ) دی .
دا زندان د ۴۰۰ تنو بندیانو لپاره جوړ شوی وو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.