The news is by your side.

د هيواد آزادۍ ورځ لمانځل يوازي په بيرغ کې ځان تاوول..

0

د هيواد آزادۍ ورځ لمانځل يوازي په بيرغ کې ځان تاوول، اتڼ کول او عاشقانه مشاعره نه ده .
د شاه غازي امان الله خان هدف ، آرمان ، د وطن د بقا لپاره فکري بدلون او د وطن د وګړو مساوي حقوق دي .
بد بختانه پښتنو سيمو کې لا هم فکري پراختيا ، د وطن د بقا لپاره فکري مثبت بدلون او په سمه معنا آزادي نشته 😥 ميرمنې لا هم په ملي مسائلو کې بنديوانه او حق يې تلف دى . لا هم دوي ته زمينه سازي نه ده شوې . لکه څرنګه چې د آزادۍ په ګټلو او غزاوو کې ميرمنو هم برخه درلوده نو د دې وياړلۍ ورځې د لمانځلو حق هم لري . نو پښتنو !
يو ځل بيا هم وايم چې جشن لمانځل يوازي سرکونو ته راوتل ، نڅيدل , بغارې وهل او عاشقانه مشاعره کول نه ده . له يونواخته ولاړ او مترک حال نه راووځئ 🙏
هو البته خوشبختانه ځينو ولايتونو لکه
هرات , بلخ , کندز کې د هيواد د خپلواکۍ بيرته اخيستلو سلمه کليزه په سمه معنا ولمانځل شوه . هغوي تش اتڼونه او عاشقانه مشاعره ونه کړله . هغوي نر او ښځو زلمو او پيغلو په هيواد کې د شوې غميزې په پار له غمجنو هيوادوالو سره غمرازي په موخه د موسيقي پر ځاى نورو فرهنګي پروګرامونو سره د يوالي عهد سره د شهيدانو په حق کې دعا او ختم هم وکړ .
تل دې وي افغانستان 
ژوندي دې وي با احساسه متحده افغانان

هما ظفر احمدزۍ

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.