The news is by your side.

د وروستيو بغاوتونو په اړه 

اجمل هوډمن

0

د ټاکنو د پروسې په پیل کې زموږ يو هدف دا و، چې ټاکنې وګټو او داسې يو مقتدر دولت جوړ کړو، چې بې له کوم مزاحمت نه خپل صلاحیتونه اعمال کړي او د اصلاحاتو په راوستو کې يې هېڅ مانع په مخ کې نه وي. دې هدف ته د رسېدو لپاره زموږ تمرکز په دې و، چې هېڅ غير مسئولې او قانون ماتوونکې ډلې ته د دې موقع ورنه کړو، چې د ټاکنو په مشروعیت باندې د تورونو د لګولو له لارې په راتلونکې حکومت باندې د ځان د تحميلولو پلمه برابره کړي. موږ د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو تجربو ته په پام سره د ټاکنو په پروسه کې په نظارت ډېر تمرکز وکړ. تر ډېره حده مو د تقلب مخه مو ونيوله او د خلکو د رايو ساتنه مو وکړه.
هغوی، چې په ملت کې اعتماد نه لري او ټاکنو ته صرف په دې مطلب درېږي، چې د ټاکنو د پروسې په قانوني حیثیت باندې د ناحقه اعتراضونو له لارې خپل ځانونه په راتلونکي حکومت باندې تحمیل کړي، بله هېڅ اجندا نه لري صرف دې ته منتظر وي، چې د ټاکنو د پروسې په يوه برخه د انتقاد او اعتراض ګوته ونيسي.
موږ له مخکې پوهېدو ځکه مو په سړه سينه، صبر او استقامت د دې ډلو په وړاندې مبارزه وکړه. د خلکو له حقو رايو مو دفاع وکړه. بالاخره لومړنۍ او بیا وروستۍ پایلې اعلان شوې. موږ د ټاکنو قطعي ګټونکي يو. دا ډلې باید په دې پوه شي، چې د ۲۰۱۴ کال تجربه بیا نه تکرارېږي. د قدرت د اعمال اوسني ارګانونه د هغه وخت له ارګانونو سره توپیر لري. د هېڅ بهرني منځګړيتوب د منلو نه دی او نه هم کوم بهرني ته د منځګړيتوب اجازه ورکول کیږي. اوس ملي حاکمیت خپل تعریف لري.
ژر ده، چې د افغانستان د ټاکل شوي، جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې مراسم ترسره شي. دا حکومت به د هیچا تهديدونو ته نه تسليمیږي. يو ملي حکومت به وي. هر افغان به خپل تصوير په کې وګوري. دا حکومت به يو منتخب مشر ولري. خپل سرې او باغي ډلې به يا قانون ته غاړه ږدي او د ملت ارادې ته به تسلیمېږي او يا به زندان ته اچول کیږي. د جګړې د خاتمې او د سولې د خبرو اترو لپاره به قاطع دريځ ولري.
له ډاکټر صاحب عبدالله نيولې تر حکمتیار صاحب او ښاغلي کرزي پورې ټول باید په دې پوه وي، چې د دوه سري حکومت چانس صفر دی. نه دې څوک بې ځایه خواري کوي او نه دې د موازي حکومتونو په اعلان سره خپل ځان مسخره کوي.
موږ د دوه سري حکومت د ختمولو هدف ته ورسېدو.

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.