The news is by your side.

د ولسمشر غني استعفا غوښتنه د تاریخي دښمن دسیسه ده

لعل اریوبی

0
د ولسمشر غني استعفا غوښتنه د تاریخي دښمن دسیسه ده
ولسمشر غني د هېواد منتخب جمهور رییس دی، چې د پینځو کالو لپاره د خلکو په رایه او اراده واک ته رسېدلی دی. په واک کې پاتې کېدل یې قانوني حق دی،،هیڅ ډله دا صلاحیت نه لري، چې په غیرقانوني او نامشروع ډول یې له قدرت لیرې کړي یا یې هم د استعفا غوښتنه وکړي. دلته قانون شته هر څه به د قانون پر اساس ترسره کېږي.
د ولسمشر غني د پینځه کلنې دورې پوره کېدل هېواد د ثبات او تېرو کلونو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره الزامي امر دی، چې باید عملي شي.
سوله زموږ لومړیتوب او اړتیا ده، خو په دې بیه نه چې منتخب جمهور رییس په غیر قانوني توګه له واک لیرې شي کړای شي او یو ځل بیا تېرې ترخې تجربې تکرار، هېواد او ولس نوي خونړي ناورین او بېنظمۍ سره مخامخ شي. پرته له شکه حتمي ده، چې د واک د خلا رامنځته کېدو سره به کورنۍ جګړې پیل او د واک نیونې لیواله ډلې به په هر ډول ناروا کړنو لاس پورې او حالت به له دې هم بدتر شي.
د ولسمشر غني استعفا د حل لار نه ده، ځکه دا کړنه په تېرو حکومتونو کې تجربه شوې چې پایله یې ټولو ته معلومه ده. هره خوا که سولې ته رسیدل غواړي او دا د ولس ارمان یې ګڼي؛ په منطقي حل لارو دې فکر وکړي نه د پردیو په فرمایشونو عمل.
(Visited 63 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys