The news is by your side.

د ولسمشر غني حکومت بايد امريکا د يو مليارد ډالرو مرستو د بنديدو زور له چا وباسي؟ 

خوشال خلیل

0

ددې زور بايد د هغو برنامو په ودرولو چې تاوان يې عام ولس او ولسي خدمتونو ته رسېږي، ونه باسي.
اول، د کرزي د دفتر، امنيت او دسترخوان مياشتنی لګښت پنځه لکه ډالره دی، دا بايد بند شي.
دويم، د عبدالله او مشاورينو لګښت يې مياشت کې تر پنځه مليون ډالرو زيات دی، دا باید بند شي.
درېيم، ولسمشر دې د خپلو مشاورينو شمېر او لګښت کم او مشاورين دې وزارتونو ته د مامورينو په توګه معرفي کړي.
څلورم، د رجال برجسته يا د لوړ پوړو اشخاصو د ساتنې رياست تشکيل له لس زرو اوړي، هر کال کې درې سوه ميلونه ډالره د چارواکو په شخصي امنیت لکېږي، دا باید بند شي او لکه د نجيب حکومت کې چې هر چارواکي يو ټي ټي تومانچې باندې ځان ساته، د ځان امنيت دې ونيسي، چارواکي او لوړ پوړې سياستوال د ولس نه زيات ندي چې مزې کوي خطر هم بايد ومني.
پنځم، د لوړ پوړو دولتي چارواکو معاشونه او امتيازات دي کم شي.
شپږم، هغه هېوادونو کې چې اړتيا يې نشته، خپل سفارتونه او نمايندګۍ دې وتړي، مثلآ، په ټوله اروپا کې درې سفارتونه کافي دي، نور دې بند شي. عربي او خليج هېوادونو کې دې يو څو مهمو هېوادونو کې لوی سفارتونه پريږدي نور دې وتړي.
اتم، نهم او لسم تاسې وليکی چې يو مليارد ډالر پوره شي او په دې توګه که يو سری او قاطع حکومت جوړ کړي، که چيلک انداز ونه لري، همدومره ورسره ملي عوايد زياتېږي او هېواد د بهرنيو مرستو له احسان ورو ورو راوځي او بيا به مو حکومت مستقلې پريکړې کولای شي.
په ولسمشر فشار راوړی چې زورواکو ته تسليم نشي او ملت دې کلک ملاتړ وکړي. ډاکټر نجيب باندې ټولې لارې تړلې وې او خزانه يې تشه وه بيا يې هم پنځه کاله مقاومت وکړ اوس ولس هوښيار دی او که ولځ دا کارونه وکړي، تر شا يې دريږي، خو ولسځ بايد شاته نشي.
په اخر کې کرونا سره احتياط کوي لاسونه په صابون منځی او فاصله ساتی.

(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.