The news is by your side.

د ټاکنو نتیجه راغله. دا نتیجه ما ته څو خبرې کوي

اجمل ستانکزی

0

ځه ښه ده چې د بسوګۍ واده وشو او د ټاکنو نتیجه راغله. دا نتیجه ما ته څو خبرې کوي.
۱. رایې د قومو په سطحه تقسیم شوي. په بله معنا ډیری پښتنو اشرف غني ته او ډیری تاجیکو، هزاره ګانو او ازبکانو عبدالله ته رایې ورکړې وې. که څه هم تاجیکو، هزاره ګانو او ازبکانو ته عبدالله هیڅ کار هم نه دی کړی او غني ورته ډیر ښکته او پورته کیده خو بیا هم رایه تر ډیره د قوم په اساس ورکړل شوې.
۲. د ولسمشر معاونینو ولسمشر ته دومره رایې رانه وړای شوې لکه څومره چې له دوی نه توقع کیده. که د دغو جنګسالارانو په ځای یې د دغو قومو عادي خلک هم له ځان سره درولي وای نو همدومره رایې یې لاسته راوړلې خو د جنګسالارانو نوم به بیا ورسره نه وو. که زما په زړه وای د دغو قومو د پوهنتون استادان مې معاونین مقررول. هسې هم دوی رایې نشي راوړلای بلکې یوازې چوکۍ ډکوي او خپل خپلوان په دولت کې مقرروي.
۳. ولسمشر سره لدې چې پښتنو ولایاتو ته شا کړې وه او د نورو ان عادي جنګسالارانو ته یې چاپلوسي او خدمت کاوه، بیا هم نورو دومره رایه نه ده ورکړې. که څه هم د یو هیواد ولسمشر د ټول هیواد ولسمشر وي، خو بیا هم ولسمشر حق لري چې خپل بیس یا هغو خلکو ته چې پخپلو رایو دی ولسمشر کوي خاصه توجه وکړي. خو بدبختانه اشرف غني تیر ځل هم د دې برعکس کار وکړ او دا ځل هم ترینه کومه توقع نلرم.
۴. د ګلبدین او عبدالله یو شمیر رایو وښودله چې ځینې خلک مو لا هم په جهادو عقیده لري او د ملي ګټو په ځای د پاکستان په ګټه جهاد ورته مقدس ښکاري او له هیواد سره یې خیانت نه ګڼي.
۵. دا چې وردګو ولې خپله نژدې ټوله رایه عبدالله ته ورکړې او تورسن ولې تر اتمر او ولي مسعوده ډیرې رایې ګټلي، د دې خبرو تحلیل زما تر کچې ډیر لوړ دی.
ولسمشر ته فقط یوه خبره کول غواړم هغه دا چې که څوک ونه غواړي چې تا ته در نژدې شي نو که ته څومره چاپلوسي هم ورته وکړې هغه به بیا هم ځان له تا نه لرې کوي. ټاکنو زما دا خبره په عمل کې وښودله. بهتره به دا وي چې د پردیو لپاره خپل پردي نکړي. کنه په میدان به پاتې شې. منطق دا وايي چې اول خپل در نژدې کړه بیا پردیو ته لاس اوږدوه.

(Visited 67 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.