The news is by your side.

د پارلمان د رئیس موضوع حقيقت کې قومي نه اقتصادي ده

0

نن ولسي جرګه کې د وکيلانو اعتراض چې اکثريت يې ښځې دي، وښوده چې ډېر وکيلان شته چې پيسې يې نه دي اخيستي، که يو څوک له چا پيسې واخلي په ضد يې دغسې شعارونه نشي ورکولای.
دbدغو وکيلانو اعتراض بايد جدي ونيول شي، ځکه تېر ځل استاد سياف په همدومره تفاوت د پارلمان له مشرۍ محروم شو، که رحماني بريالی نه وي، بايد دا ومني او په دې توګه به اصول تطبيق شوي وي.
دويم، هغه چا چې پيسې لګولي بايد پوه شي چې پيسه هر کار نشي کولای. ځيني رسنۍ هڅه کوي اوسني معترض وکيلان د رحماني او اصولي په نامه وويشي، خو حقيقت دا دی چې معترض وکيلان هر يو د جلا ادرسونو او جلا فکر له مخې د رحماني په ټاکل کېدو اعتراض لري، که د پارلمان رئیس د نيمايي غړو پلوي ونه لري، دا رياست نشي چلولی.
ځيني هڅه کوي موضوع قومي کړي، خو حقيقت کې موضوع قومي نه اقتصادي ده.

خوشال خلیل

(Visited 63 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.