The news is by your side.

د پشتین په لاسونو کې زولنو او د هغه خندا زیات څه روښانه کړل چې ځينو ته دلته اشاره کېږي:

محمد عارف رسولي

0

۱- منظور پشتین د لر و بر يو افغان لپاره د عدالت غوښتنې، ښې رهبرۍ او عقلانیت یو ملي سمبول ګرزېدلی دی، په لاسونو کې یې زولنې او ورسره د مجرم غوندې سلوک کول، عمدي عمل دی او غواړي زموږ دې سمبول ته سپکاوی وکړي.

۲- د هغه په زولنو کې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ، مسکا او د بریا نښه انځورول په خپله سپېڅلې مبارزه دده باور، اتلولي او مېړانه ښيي.

۳- ماته ښکاري د یوه سوله غوښتونکي او تشدد خلاف منل شوي مشر او پلویانو بریالۍ مدني مبارزې پنجابیان وارخطا کړل او په سپکاوي سره یې غلیم غواړي، د هغه پلویان تاوتریخوالي ته اړ او بیا ورته د لا زیاتو ټکولو لاره اواره کړي.

۴- فکر کېږي د ظلم او استبداد په مرسته پایېدونکی قوت غواړي، د پښتون ژغورنې غورځنګ رښتینی ملاتړ او زور ځانته معلوم او د راتلونکي لپاره ورته اړین پلان جوړ کړي.

ښکاره ده که د دې جنایت په وړاندې غبرګون کم وي، دا جنایتکاران به لا نورو جنایتونو ته لاس واچوي. باید په سیمه او نړۍ کې ټول سوله غوښتونکي سیاسي قوتونه په تېره افغانان دا ننګونه په یوه فرصت بدله کړي او ټول لر او بر افغانان د خپل ازلي دښمن په وړاندې سره یوموټی کړي.

(Visited 43 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.