The news is by your side.

د ډاکټر عبدالله ټیم اوس یوازې د عامه اذهانو مغشوشولو ته کار ویلی دی

خوشال خلیل

0

د ډاکټر عبدالله ټیم اوس یوازې د عامه اذهانو مغشوشولو ته کار ویلی دی.
مثلاً، وړمه ورځ د دوی د ټیم رسمي ویاند ښاغلي اخلاقي او د دغه ټیم نورو غړو په فیسبوک او د رسنیو له لارې اوازه خپره کړه چې کمیسیون اوه لکه رایې باطلې کړي دي. په دې توګه یې خپلو پلویانو کې کاذب توقعات ایجاد کړل او د نورو خلکو اذهان یې مغشوش کړل او حتا یو بل ته یې مبارکۍ ورکړې چې د مقابل ټیم رایې باطلې شوې او دوی ټاکنې ګټلې.
ددې لپاره چې خپلې مدعا لپاره یو قوي دلیل وړاندې کړي له کمیسیون څخه یې د بهرنیو سفیرانو لیدنو ته هوا ورکړه چې ګنې هغوی هم له دوی سره دي.
که د اخلاقي او د عبدالله د ټیم هدف هغه رايې وي چې له بایمټریک سره سمون نه خوري، بیا د هغو شمېر تر دې مهاله ۳۴۰۰۰۰دی، نه اوه لکه، بل همدغه رایې چې بایمټریک سره سمون نه خوري دا د یو یا دوه ولایتونو یا د دولت ساز ټیم نه دي بلکې د ۳۴ ولایتونو رایې دي چې له بایمټریک سره سمون نه خوري، په دې کې د دولت ساز ټیم رایې شته، د عبدالله د ټیم شته، د حکمتیار او نورو کاندیدانو هم شته، یعنې د فیصدۍ په اساس د هر کاندید رایې ممکن په دغه کټه ګورۍ کې شاملې وي. خو دوی ځانونه داسې سپین بازان نیسي چې ګنې د دوی په جمع کې هیڅ خرابه رایه نه وي کارول شوي.
بل، د رایو د باطلېدو جلا پروسه او پروسیجر دی چې د کمیسیون په داخلي طرزالعملونو کې په روښانه ډول ورته اشاره شوې او تر دې مهاله د رایو د باطلېدو پروسه پيل شوې نه ده او نتایج لا د شکایاتو کمیسیون ته نه دي رسېدلي.
اساسي خبره دلته دا ده چې د ډاکټر عبدالله ټیم له ټولو قانوني قواعدو او اخلاقي نورمونو څخه پښه اړولې او په لوی لاس رسنیو او ملت سره غلط معلومات شریکوي، چې دا کار د یو با مسوولیته انتخاباتي ټیم لپاره د شرم خبره ده. ځکه د قانون سره سم د ټاکنو د کمیسیون له اعلان مخکې قضاوت سرغړونه ده او د غلطو معلوماتو خپرول جرم او خیانت دی چې دغه ټیم یې په پوره سپین سترګۍ سره کوي.

خوشال خلیل

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.