The news is by your side.

د ژبژغورنې غورځنګ ډېر اړین اساسي غږ دی

مجید قرار

0

د ژبژغورنې غورځنګ چې هر چا پیل کړی، ډېر اړین اساسي غږ دی چې اوس ډېر ناوخته او په کم قوت پورته شوی او بدرګه شوی دی. ژبه د بقا او فنا اساسي عنصر دی. له ژبې پرته هیڅ یاست. زموږ سیاستوالو د واک ساتلو او د سیاسي خاندانونو د ناپښتون کلتور ته د تسلیمۍ په دلیل تل زموږ درنه پښتو په خپل درانه کور سپکه کړې ده. اوس پښتو په افغانستان کې عملاً دوهمه ژبه ده. سږ کال د ولسمشر غني د کمپاین د پیل ټولې لوحې په سیستماتیک ډول دغسې جوړې وې چې پښتو یې دوهمه لیکلې وه. زموږ غوښتنه دا نه ده چې پښتو دې پښتو دې لومړۍ ژبه وي. زموږ خبره دا ده چې حتماً دې لکه د غني د کمپاین د لوحو، دوهمه نه وي. ځای، خلکو، مخاطب، مناسبت او نورو ته دې وکتل شي، کله دې یوه ژبه او کله بله لومړۍ ولیکل شي، خو په دوهم سطر کې جبري د یوې ژبې لیکل په څو لحاظه ناسم کار دی:

۱) دا چې ژبه رسماً دوهمه وګڼل شي، دا یې له ملي ژبې د محلي ژبې کچې ته را ټیټوي، او دا حق هیڅوک هم نه لري. د دې کار لپاره باید احصائیوي او بیا قانوني اساس موجود وي؛
۲) په دوهم سطح کې د یوې ژبې لیکل دا معنا لري چې د لومړي کتار ژبه ۹۰٪ سلنه مطرح ده او یواځې لس سلنه حق د دوهم سطر ژبې ته ورکول کېږي، ځکه چې یواځې لس سلنه خلک چې کله لومړی سطر ولولي، ځان ته د دوهم سطر د لوستلو زحمت ورکوي.

دري او پښتو پرېږدئ چې لکه دوه سترګې، لکه دوه پښې، دوه لاسه، دوه مټه او د یوه زړه دوه دهلېزونه، موازي او مناسب او مساوي رفتار وکړي، سیسټم په شعوري توګه داسې عیارول چې د انسانانو ژبني حقوق پایمال شي، سیاسي او ملي کفر دی.

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.