The news is by your side.

راځئ سپینه یې سره ووایو، چې لس میليونه اردو او پولیس راولې

خوشال خلیل

0

راځئ سپینه یې سره ووایو، چې لس میليونه اردو او پولیس راولې او په هره کور او کوڅه يې ودروی، تر هغو چې قتل او قاتل د ولس په ذهن او زړه کې مقدس ګڼل کیږي، نه جګړه ورکیږي او نه هم انسانوژنه دریږي. له قتل او قاتل څخه کرکه له امریکایانو زده کړئ، یو تورپوستی پولیسو وواژه اوس ټول راوتلي دي او له قتل او قاتل څخه خپله کرکه څرګندوي، بل ځل به بل څوک د چا نیکه هم ونه شي وژلای. له بده مرغه زموږ اکثريت روزنه داسې شوې چې قتل او قاتل دواړه راته مقدس دي او په خپلو ورځنیو ادبیاتو کې قتل او قاتل دواړه مقدس ګڼو.
ښه که د ماشومانو، ښځو او بې ګناه وګړو د مرګ په اړه چوپه خوله یاست او مقدس یې ګڼئ، نو د دیني عالم د قتل په اړه خو غږ پورته کړئ! که ټول ملت د قتل او قاتل پر ضد غږ پورته کړي او په عبادت کې یې ونه شمیري، نو جګړه په هماغه شېبه پای ته رسیږي.

(Visited 51 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.