The news is by your side.

زما لیکنه دې د طلوع ټلویزون خبریال نجفي زاده پوري ورسیږي

0

جناب ولسمشر مرکه مې نن وکتله چې له طلوع تلویزون سره یې کړي وه خبریال ورڅخه پوښتنه وکړه که امریکایان له افغانستان څخه ووځې بیا خو دې وسله وال پوځ سرتیرو معاش کمیږي چې معاش یې کم شي ټول به وظیفی پریږدي ولسمشر هم خپل ډېر ښه ځواب ورکړي وو نو زه دې یو سرتیري په حیٍث هم ورته ځواب لرم
سرتیری په دې خاطر وطن نه ساتې چې معاش ورکوي سرتیری له وطن سره مینه لري سرتیری دې هېوادوالو دي ناموس ساتلو لپاره سر نظرانه کوي سرتیری د خپل معاش په خاطر خپل سر نه نظرانه کوي سرتیری دي لس زره افغانیو لپاره دي کنړ بدخشان نورستان په جګو غرو کې شپي نه سبا کوي قسم دې چې سرتیرو ته معاش ور نه کړای شي هم خپل هېواد لپاره به تر سر تیر شی له ډیری افغانانو سره دا فکر کوي چي سرتیری د څو پیسو لپاره تر خپل سر تیریږي. خو زما دي قسم په خدای یې کوم خوند چي ما دي وطن ساتلو او سنګر کي لیدلی ده. که ټول عمر صرف دا فکر هم راسره پیدا شي او یا مي تر نن ورځي پوري همدا د پیسو فکر کړی وي تاسو یو وار د سنګر خوند هم وګورئ بیا قضاوت وکړئ. چي په کوم ژوند کي ډیر خوند ده. خدای دي وکړي چي دا زما لیکنه د طلوع تلویزون خبریال نجفی زاده پوري ورسیږي چي مونږ ددي وطن پاک سرتیري یو مونږ د ځیني خبریالانو جاسوسانو په شان نه یو چي د پردیو په لمسون د خپل هیواد پاک او سپیڅلو شهیدانو ته وژل شوي ووایې هغه هم دي څو پیسو په بدل کي. نو هیله کوم دا فکر مو له ذهنه وباسئ
مننه.

باقي کټوازی

(Visited 66 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.