The news is by your side.

زموږ په خاوره کې انسانیت تر بل هر وخت خپل ارزښت بایللی دی

خوشال خلیل

0

زموږ په خاوره کې انسانیت تر بل هر وخت خپل ارزښت بایللی دی نه پوهیږم ولي داسې فکر کوم چې بیخي په یوې بې حسې او بې عاطفې ټولنې بدل شوي یوو. هر ورځ د وژل شویو انسانانو شمېرې اعلانېږي، چې له بده مرغه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي. جالبه دا ده چې زموږ ډېری خلک اوس ددې کېسه کې هم نه دي چې څوک وژل کېږي، وژل شوي ملکیان دي، پوځيان دي، ترافیکي پېښه کې وژل شوي که زلزله کې او که بریدګر دي، بس حساب او ارقام اعلان شي سبا بیا همدا ارقام په یوې بلې پڼې تکراریږي، موږ د وژنو له تکرار سره عادت شوي یوو. په دې خو له سره فکر نه کېږي چې وژل شوي انسانان دي، هر یو کورنۍ لري، اینده یې درلوده چې اوس زموږ په منځ کې نشته دي، خو کورنۍ یې د ټولنې په اوږو بار دي، حتا د هغو کورنۍ هم زموږ په ټولنې بار دي چې طالبان شوي او بیا وژل شوي دي. موږ له یوې داسې اوږدې تراژیدۍ سره مخ یوو، چې حتا د بهرنیانو او متمدني نړۍ هم پر موږ زړه نه خوږيږي، ځکه هغوی ته اوس سوریه، کردستان او يمن پيدا شوی دی، هغوی نور د افغانستان له تراژیدیو نه خسته شوي دي، هغوی د نویو تراژیدي صحنو په لټه کې دي، زما د معصومې ماشومې عکس چې پلار يې وژل شوی او دا ورته حيرت وړی، د نړۍ زړه نه بوږنوي، دې سره اوبو کې د ډوب شوي سوریايي ماشوم غونډې خواخوږي نه کېږي، ځکه د افغان خو یوه ورځ نه ده، دیرش څلويښت کاله افغان تراژیدي د هغوی د ورځپاڼو سرخي وه، نور افغان انسان حتا د اخبارونو له سرخۍ هم لویدلی دی. لنډه دا چې نوره نړۍ زموږ د تراژیدیو او وحشتونو له لیدو ستړې شوه، خو موږ له جنګ نه ستړي کېږو. موږ د جنګ له تکرار سره عادت یوو، سوله راته بلا ښکاري ویره ترې لرو، ځکه خو نه راځي.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.