The news is by your side.

زه دې خپلو وروڼو ته وایم ستاسو فکرونه په غلط چوکاټ کې لوېدلي

0

محمد عارف رسولي

اوږدو شخړو او ناخوالو ، د پردیو رنګارنګ لاسوهنو او اشغالونو زموږ تعلیمي نظام، سیاسي او تحلیلي شعور ته زیاته صدمه رسولې. که څه هم کرار کرار یو شمېر ښې پرمختیاوې رامنځته شوې، زیات افغانان ویښ او پخپلو ملي ګټو پوه شوي خو یوه ستره ستونزه مو په ټولنه کې د یو شمېر ورانوونکو فکري چوکاټونو رامنځته کېدل دي، چې له خپل هېواد او ملي ګټو او زموږ د ستونزو د ریښه ایزه لاملونو د تشخیص څخه په غلطه سوق کوونکي فکرونه یې رامنځته کړي.

ګورو په خواله رسنیو کې د هند او پاکستان په قضیه کې زموږ یو شمېر خلک د پاکستان د رسنیو تر اغیز لاندې راغلي، د هغه ملک د ناکامو پالیسیو او له خپلو خلکو سره د غدار نظام صفتونه کوي او خپلو چارواکو ته کنځاوې کوي.

دوی ته باید ووایو چې تاسو ولې د پښتنو او بلوڅو ورکو بېګناه کسانو ته نه ګورئ، تاسو ولې د پښتو چغې او فریادونه نه اورئ، تاسو شرم نه لري ځانته افغانان او پښتانه خو مه وایئ. تاسو ولې دې ته نه ګورئ چې د افغانانو قربانۍ د روسانو په مقابل او د یوه غوره نظام جوړولو هڅې همدوی ناکامې نکړې، د مسلمانانو د خرڅلاو په نړیوال استکبار لکه زموږ د سفیر ملا ضعیف، عربانو او ان د خپلو خلکو د خرڅولو قضیې ته نه ګورئ، ولې نه ګورئ چې په کوم حق ملابرادر دوی بندي کړ، کېدای شي تاسو هغو ته هم هوښياري ووایئ ځکه پيسې یې ورباندې اخیستې، تاسو ولې دې ته نه ګورئ چې اکثریت افغانانو ولې له دوی مخه واړوله او هندوانو ته یې تر دوی ترجیح ورکړه، ولې اوس اسلامي کنفرانس د دوی غوښتنو ته د رد ځواب ورکړ، ولې ایران، افغانستان او هند ټول دوی په دسیسه تورنوي، ولې دوی نړیوالو ته کچکول نیولی او ولې نن سبا د نړیوالو څارونکو مالي موسسو په نامطلوب لیست کې دي، ولې له ټولو باټو سره سره یې هندو ته سر ټيټ کړ، ولې مظلوم بې درکه پښتانه نه ازادوي خو متجاوز هندو پيلوټ در دوو ورځو وروسته په عزت خوشی کوي. که دوی رښتیا پوه خلک وای اوس به یې حالت تر دې سل ځله ښه وای، هسې تاسې پرې تېروتي یئ.

زه دې خپلو وروڼو ته وایم ستاسو فکرونه په غلط چوکاټ کې لوېدلي او د سمون اړتیا لري.

(Visited 25 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.