The news is by your side.

زه نه پوهېږم، چې ولې پر افغانستان….؟ /خوشال روهي

0

زه نه پوهېږم، چې ولې پر افغانستان د تپل شوې جګړې د ختمولو په برخه کې د پاکستان پر رول او مسووليت لازم ټينګارنه کېږي، حال دا چې پاکستان هم د امريکې په څېر د جګړې يو اصلي اړخ دی. زما تمه وه چې د سولې مشورتي جرګه به دا هم ووايي، چې:
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهالوېش سره سم بايد به په پاکستان کې د وسله والو مخالفينو د پټنځايونو او روزنځايونو د تړلو مهالوېش هم وټاکل شي. نړيوال مفتشين بايد د دغو پټنځايونو او روزنځايونو له تړلو څخه ډاډ ترلاسه کړي.
له پاکستان او ايران څخه بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې اجرائيوي تعهدات واخېستل شي او د نړيوالې ټولنې له خوا وڅارل شي او که پر تعهد عمل ونه شي نو بايد سمدستي نړيوال پوځي او اقتصادي بنديزونه ورباندې ولګول شي او د لاسوهنې د مخنيوي لپاره عملي ګامونه واخېستل شي.
هېڅ بهرنی هېواد یا سازمان حق نه لري، چې د افغانستان د دولت په نيابت او له اجازې پرته د افغانستان پر برخليک خبرې وکړي. که امريکا غواړي د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره ضمانت ترلاسه کړي، نو اصلي آدرس يې پاکستان دی.
لنډه دا چې، تر څو د پاکستان د لاسوهنو مخنيوی ونه شي، د سولې هر ډول جوړ جاړی به داسې وي لکه د کنګل پر مخ ليکل .

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.