The news is by your side.

سوله اراده غواړي

عبدالعزیز بابکرخیل

0

سوله اراده غواړي. موازي حکومتونه چې ، دپاټک سالارۍ اصلي شکل دی, دسولې څخه د مخ اړولو معنالري. سوله دهيواد اوخلکو لپاره غوښتل کيږي ، مګر په يو نوي حکومت کې د ځان دځای په ځای کولو سره اړخ نه لګوي.
ولې سیاسيون او د تيرو حکومتونو خلع شوي چارواکي د سولې د شعار لاندې د يوی نوې ادارې د رامنځ ته کيږدو چغې او کوکارې وهي. دوې سولې ته ژمن نه دي, دوې سره د خپلو مقامونو فکر دی.
. ولسمشر غني خو په خپل تير حکومت کې سولې ته عملي ګامونه پورته کړل؛ ګلبدين حکمتيار يي هيواد ته دسوليز ژوند لپاره راوست. د سولې بحث يي ملي او نړی وال کړ. پخوانيو خو ويل دطالب اوګلبدين آدرس مونږ سره نشته چې خبره ورسره وکړو. که د طالب سره به دسولې خبره کيدله نو نني هغه عناصر چې د سولې دپاره سينه ډبه وي, هغه وخت به يي دسولې دتش نوم اخيستونکي ته دفاشيست خطاب کاوه.
پخوانيو وزير صاحبانو چې اوس د سولې په علمبردارانو بدل شوي دي، سوله يو ناشونې عمل ګاڼه. نپوهيږم د غه 180 درجې تغير د کومه ځايه ددوی مغزو ته لار وکړه. ايا شخصي ګټه خو به نه وي؟ څه فکر کوئ؟
سوله د منډې، خپ او ترپ عمل نه دی. سوله اراده او عمل غواړي. ديو تدبير , حقوقي، سياسي او اجتماعي چوکاټ له مخې پيل او په برياليتوب پای ته رسيږي.
ولسمشر غني د خپل حکومت په وخت کې وښوده چې سولې ته ژمن دی. پاتې شوه د مسلحو ګروپونو چې ځان سياسيون بولي، لومړی بايد خپلې وسلې ملي اردو ته وسپاري که رښتيا هم دسولې اراده ولري. خلع شوي وزيران چې اوس بيکاره دي د حکومت دتخريب په ځای يو توليدي کار پيل کړي چې خير يي عام شي. تل دې وي افغانستان

(Visited 47 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.