The news is by your side.

سياسي رهبران او ګوندي مشران، نه خدايان دي نه پيغمبران

0

سياسي رهبران او ګوندي مشران، نه خدايان دي نه پيغمبران، دوی نه معصوم دي او نه له انتقاده مصؤن.
هيڅکله له خپلو مړو يا ژونديو سياسي ايډيالونو او ګوندي مشرانو خدايان مه جوړوئ، حتی که هغوی ستاسو د کورنۍ غړي هم وي .
زه هم ايډيالونه لرم خو دا منم چې هغوی هم انسانان او د ښو او بدو مجموعې دي چې کله يې د ښو تله درنيږي او کله يې ښايي د بدو. زموږ پر سياسي رهبرانو او ايډيالونو د چا انتقاد له موږ سره د شخصي دښمني مانا نه لري او نه هم د نورو پر سياسي رهبرانو زموږ نيوکې د هغو له پيروانو سره د دښمني مانا لرلی شي،بلکه دا په يوه ټولنه کې د ژونديو افرادو تر منځ د عقايدو او نظرياتو د تنوع ښکارندويي کوي چې د نظرياتو همدغه تنوع او رنګارنګي ټولنه د اعتلا په لور بيايي.
لنډه دا چې د سياسي ليدلوريو، د بيلابيلو سياسي رهبرانو او ايډيالونو له لرلو او پاللو سره سره، خپلوشخصي ملګرتياوو ته دوام ورکړی. هر کله مو چې د يو بل مخالفو نظريو ته د درناوي کولو چل زده کړ او سياسي نظريو مو پر شخصي مراوداتو اثر ونکړ پوه شی چې يو ګام د مهذبې او پرمختللې ټولنې د جوړولو په لور ورنيژدې شوي يو.

عبدالهادي هادي

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.