The news is by your side.

طلوع سره د ولسمشرپه مرکې باندې چې ښه وه او که بده

0

طلوع سره د ولسمشرپه مرکې باندې چې ښه وه او که بده هر شخص حق لري خپل نظر ولري.
د ولسمشر مخالفان یې بده، بې وخته او نامناسبه بولي او پلویان یې ښه، په وخت او معقوله ګڼي.
خو حقیقت دا دی چې طلوع غوندې یوه رسنۍ چې یوه تر ټولو مطرح، منتقده او مخالفه رسنۍ ده او د ولسمشر او حکومت په ضد د تبلیغاتي جنګ بیرغ ورسره دی، داسې رسنۍ ته ورتګ او چلنجي پوښتنو ته ځواب ورکول د زمري زړه، قوي منطق او په ځان باور غواړي.
ملت همداسې یو مشر ته اړتیا لري او غني په همدغې مرکې حتا خپلو مخالفانو ته هم وښوده چې څوک یې نشي چلنجولی او هر ډول چلنجي مرکو او خبرو ته چمتو دی.
ولسمشر هم غوښتل دغې مرکې ته په ورتګ مخالفانو او پلویانو ته خپل پیغامونه ورسوي او زیات نه زیات خلک د سولې او انتخاباتو په اړه د جدي پوښتنو ځوابونه واوري. د مرکې په اړه قضاوت بیا هم اوریدونکو پورې اړه لري همدا چې دومره تود بحث پرې روان دی، دا د ستراتيژیک کمونیکیشن غوره بېلګه ده او هر چا چې دا مرکه تنظیم کړې وه، په ښه وخت، زمان او مکان کې تنظیم شوې وه.
کور یې ودان

خوشال خلیل

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.