The news is by your side.

عبدالحمید يقين يوسفزي وفات شو

خوشال خلیل

0

نن د عبدالحمید يقين يوسفزي له وفات خبر شوم، سخت خواشينی شوم، هغه څوک چې ما غوندې سلګونو ځوانانو ته يې د ملي مترقي فکري مکتب د يو لارښود او معلم حيثيت درلود، اروښاد يقين يوسفزی يو ديني عالم، ښه ويناوال، ليکوال او سياسي مبارز و، هغه د افغان ملت ګوند له مخکښو مشرانو څخه و چې په کابل کې يې د وخت استبدادي رژيم پر وړاندې خوله بنده نه کړه او کلونه کلونه يې پلچرخي زندان کې تېر کړل او کله چې مهاجر شو، پیښور کې يې بيا د تنظیمي پنډټانو په وړاندې خپل غږ اوچت ساتلی و. هغه د غلام محمد فرهاد او خادم صاحب فکر او لارې ته وفادار پاتې شو او لکه د دغه ګوند د نورو مشرانو په څير د لېبرال ډموکراسۍ په خم کې رنګ نشو او تر اخره سوسيال ډيموکراټ ارزښتونو ته ژمن پاتې شو.
يقين يوسفزی، قدرت الله حداد، شمس الهدا شمس او ددوی په څير د افغان ملت ګوند نورو ملي مترقي اشخاصو د مهاجرت پرمهال د تنظيمونو د اختناق په شرايطو کې چې ملتپالنه کفر او شرک ګنل کېده دوی و چې ځوانان يې له ملي تاريخ، ملي بيرغ، ملي څلو او ملي مقدساتو سره اشنا کول. خو کله چې دا ګوند کابل ته راغی، د څو ټيکه دارانو لاس ته ولويد او د ګوند په اساسي ارزښتونو يې معامله وکړه او دغه ارزښتونه يې دويم او درېيم نسل ته انتقال نشوای کړای. د سياسي علومو شاګردانو ته دا ښه موضوع ده چې ددغه ستر ګوند د عروج او زوال په لاملونو تحقيق وکړي او راتلونکو نسلونو ته د سياسي جريانونو د ماتې عوامل ور په ګوته کړي.
د يقين صاحب کورنۍ او دوستانو ته د هغه د وفات په خاطر تسليت وايم، اروا يې ښاده.

(Visited 73 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.