The news is by your side.

عبدالله ولې پر بهرنیو چارو وزارت لجاجت کوي؟

مجید قرار

0

د بهرنیو چارو وزارت یواځې ډپلوماټيکه دستګاه نه ده، او نه وه. دا وزارت په څو اعتبارونو له بلې هرې حکومتي ادارې توپير لري.
لومړی: لنډه غرو ځان په افغانستان کې د بهرني ملاتړ په زور ساتلی، د بهرني ملاتړ د دوام لپاره ډپلوماټیکه دستګاه مهمه ده.
دوهم: د بهرنۍ دستګاه له لارې جمعیت ډپلوماټان نه بلکې د لوړو تحصیلاتو لپاره ځوانان، د سوداګرۍ لپاره تجاران، او په مهمو ځایونو کې د ځای پر ځای کېدلو لپاره کدرونه استوي چې هم یې سر خوندي وي، هم یې اولادونه خوندي وي او هم راتلونکی تأمین کړای شي؛
درېیم: د بهرنیو چارو وزارت د باندې استول کېدونکيو ډپلوماټانو حقوق د افغانستان تر عادي مامور شل تر پنځوس چنده زیات دي او ډپلوماټان نومي جمعیتیان د قنصلګېریو له عوایدو او نورو سوداګريو هم پراخه برخه لري؛
څلورم: ډپلوماټ نومي جمعیتیان د بهر مېشتې افغان ټولنې له هر ډول ظرفیتونو څخه د خپل ګوند او ډل لپاره کار اخلي او د افغانستان خلاف زهر شيندي.
پنځم: لنډه غرو د نظام اساسي ستنې چې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو دستګاه، د ملي امنیت اداره، دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت تر خپل زیات نفوذ لاندې ساتلی، دې ادارو ته که نالنډه غر هم ورغلي، د لنډه غرو په طبعه برابر او د هغوی ملاتړي ورغلي او اکثره یواځې د رهبرۍ په کچه کې پاتې شوي دي. البته د نورو وزارتونو ډېره برخه بدنه هم لنډه غر جوړوي. مثلا، اطلاعات او کلتور وزارت، معارف وزارت او نورې اساسي ادارې هم د لنډه غرو په خوښه چلېږي. همدا علت دی چې د حکومت فساد په حقیقت کې یو سیسټم دی او هره برخه یې له بلې سره تړلې ده.

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.