The news is by your side.

فېسبوک يې نن عکسونو پر سر اخیستی

0

فېسبوک يې نن عکسونو پر سر اخیستی. له یوه سره يې پر مرګ اوښکې تویه وي خو تر پرونه به چې کله د تلوېزیون پر پرده را څرګنده شوه یا به یې خپل عکس پر فېسبوک خپور کړ د ګڼ شمېر نرانو قضاوت به یې په اړه څه وو؟
له مینې سره خواخوږي باید د هغې په ژوند شوی واى. که مینې هغه وخت تاسو ته د خپل ژوند کیسه کړی واى؛ ستاسو قضاوت به د هغې په اړه څه وو؟ زه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه یم چې ډېرو به ویلي واى چې دا په خپله بې حیا ده، ملامته ده، بې شرمه ده او…
ان یو شمېر ښځې بله ښځه نه درک کوي. زه په دې اونۍ کې د مېنې ورته بلې کیسې شاهده هم وم. د ناموس په نامه وژنې زموږ په ټولنه کې د داسې نرانو حق ګڼل کېږي چې په خپله په سلو فسادونو ککړ دي. کوڅه او بازار کې د خولې او سترګو زنا کوي او په مجالسو کې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه د خپلو ناوړه اړیکو کیسې کوي. که د مینې کیسه وڅېړل شي له خپلې کورنې نیولې تر هر هغه چا پورې به په کې ملامت شي چې د مینې فریاد یې نه دی اورېدلی. الله دې مینه وبښي، په دې ټولنه کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ناپېژاندې مینې لا ژوندۍ دي چې غږ یې باید واورېد شي.

ملالۍ شینوارې

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.