The news is by your side.

له تاریخه یې ولې نه زده کوﺉ؟

0

له تاریخه یې ولې نه زده کوﺉ؟
په بُن غونډه کې دوه ډلګۍ بهر پاتې شوې، جګړه اتلس کاله وغځېده. دا ځل باید د ټولو سیاسي اړخونو، ټولنیزو پوړونو او لوریو استازولي ته پام وشي او که نه، تلپاتې سوله راتللای نه شي.
که په پرديو لوکسو هوټلونو کې ځای نه وي، مه ورځﺉ، پر خپل ټغر کېنﺉ او وچه ډوډۍ وخورﺉ، خو پر سوله د ټولو اړخونو هوکړه(اجماع) رامنځته کړﺉ. له دې پرته به بهرپاتې ډلې، بیا غره ته له ختلو هاخوا، بله لاره ونه لري.
مه هېروﺉ، چې ستاسو سیمه ییز او نړیوال دوښمنان هره بهر پاتې ډله بیا په غېږ کې نیولای او ټوپک په لاس ورکولای شي، چې خپل هېوادوال ووژني.
د لیستونو له اوږدوالي مه وېریږﺉ، له دې وډار شﺉ، چې سبا ته مو مخالفې لښکرې اوږدې نه شي.

په ودونو کې زرګونه کسان مړوﺉ، د سولې لپاره څوسوه هېوادوال ولې زغملای نه شﺉ!

عبدالغفور لیوال

(Visited 43 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.