The news is by your side.

له خپل حقه دفاع بې نزاکتي نه ده

0

موږ!
موټر مې خراب و، شناخته مستري ته مې ودراوه، ټيک دوولس نيمې بجې بېرته ورغلم. سرو کړو رومیانو ته يې لا هګۍ نه وې ور اچولې، مستري ست راته وکړ، ما هم لاسونه پرېمانځل، خو تر ما مخکې دوه ناشناخته کسان دسترخوان ته ناست ول، مستري په خندا ورته وويل چې مېلمه برکت لري. یوه ناست سړي وار له واره ورته وويل چې وه وروره، درې ډوډۍ او پينځه هګۍ دي او له تا سره درې نفره یو، برکت زما ګېډه نه مړوي، زه وږی یم، که دې مېلمه ته ( هدف يې زه وم) دوې هګۍ او یوه بله ډوډۍ را ونه غوښته خدایکه څکه هم رانه وکړي.
نورو وخندل، خو ده جدي څيره نیولې وه.
زما دا خبره خوښه شوه. موږ ډير وخت په خپل ځان ظلم کوو. یو ځل تر غزني تلم، د مخې په سيټ کې یو تن ناست و، موټروان بل راوخېژاوه، په خندا يې وویل چې زړه تنګ نه وي، نو ځای نه تنګيږي. لومړنی کس تر غزني پورې ( دوه نیم ساعته لاره ده) کوږ ناست و، هم يې زړه تنګ و او هم ځای، کرايه موټرواان واخيسته، پښې او ملا د ده وچې شوې.
راځئ نيغې خبرې هم زده کړو. له خپل حقه دفاع بې نزاکتي نه ده.

نصیر احمد احمدي

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.