The news is by your side.

له کرونا هاخوا که لږ سیاست او حکومتدارۍ ته تم شو

خوشال خلیل

0

له کرونا هاخوا که لږ سیاست او حکومتدارۍ ته تم شو، دا واقعيت بايد ومنو چې د ولسمشر غني ټیم په سیاسي ډګر کې له ډېرو سختو او پېچلو پروسو په بریالیتوب راوتلی دی..
تېر یو کال کې ډېر داسې موارد شته چې زموږ ګڼ شمېر سیاسیونو او مهمو تحلیلګرانو فکر کاوه چې دا کار ناشونی دی خو هغه ټول وشول. مثلا، اکثریت سیاسیونو ویل چې پارلماني ټاکنې به ونشي کله چې هغه وشوې، په دې تمه و چې لغوه به شي او د نظام یوه برخه به فلج پاتې شي او بیا به موقت حکومت ته زمینه برابره شي، د همدغه تحلیل په اساس د ولسمشر یو شمېر ډېرو نږدو کسانو فکر کاوه چې نور د ولسمشر غني کمپله په ټولېدو ده او باید ځانونو ته بل ځای او ادرس پیدا کړي، د ولسمشر دغو نږدې ملګرو د رنډ کارپوریشن او د غربي هېوادونو د ارزونو تر اغېزې لاندې فکر وکړ چې یو لوی سیلاب را روان دی او غني ددغه سیلاب په مخ کې نشي دریدلی که موږ ورسره ودرېږو له ځان سره مو وړي نو له ولسمشر غني یې لاره بېله او چا د سولې کاروبار پيل کړ او چا انتخاباتي ټیمونه جوړ کړل او څوک په نورو او نورو لارو سر شول. که څه هم پارلماني ټاکنې له ستونزو ډکې وي او دا مشکلات هم زياتره د ملي وحدت د حکومت زيږنده وې خو له حقوقي پلوه يې د نظام د يو رکن تشه ډکه کړه. دغو سياسيونو د سولې مشورتي جرګه بايکاټ کړه خو بيا هم په ښه توګه وشوه او هغه هدف چې ولسمشر ورنه درلود ترلاسه يې کړ. بيا د جوزا په لومړۍ ټول مخالفان راټول شوي ويل د ولسمشر وخت ختم دی او بايد موقت حکومت جوړ شي، خو ددې چلنج نه هم ولسمشر راووت، ورپسې د ولسمشرۍ ټاکنې چې ټولو فکر کولو نه کېږي وشوې او تر تحليف پورې چا باور نه کاوه چې نوی حکومت به راشي او ملي وحدت حکومت به ختم شي، خو دا ټول وشول.
اوس اساسي سوال دا دی چې دا څنګه او ولي وشول؟
په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشر غني ته کمپاين ځوانانو وکړ خو کله چې د تصميم وخت راغی ځوانان شاته کړل شول او ټولې سياسي فيصلې د ولسمشر غني زړو سياسي متحدينو وکړې، دغه متحدين يې اکثره د پخواني ولسمشر کرزي لوړ پوړې مامورين پاتې شوي و او د کرزي په پله روان و او هماغه و چې هغه وخت يې معامله وکړه او دوه سره حکومت يې جوړ کړ چې پنځه کاله ټوله بدبختي د همدغه معامله ګرو زړو سياسيونو د کار نتيجه وه، دوی چې خپله د ولسمشر په څنګ کې تر ټولو ډېر واک او صلاحيت درلود، هر يو خپله شخصي اجنډا درلوده او د ولسمشر غني د فکر او پلان په ځای يې خپلو ځانونو ته کار کاوه، سهار به ولسمشر غني سره ناست و، غرمه به کرزي سره و او د شپې به يې ډاکټر عبدالله سره مجلسونه کول، کله چې دوی له حکومت لرې شول يا هم لرې کړل شول، په بدل کې يې ولسمشر غني سياسي تصاميمو ته ځوانان راوستل، او دوی ته يې د سياسي مديريت چارې وسپارلې، دغه ځوانان چې اکثره يې د پخواني ولسمشر کرزي مامورين نه و پاتې شوي، د هغه او نورو جهادي رهبرانو پرې اغېز نه درلوده نو يې د ولسمشر له پلان سره سم مستقل تصميم نيوه او په زړورتيا سره هم له کرزي ډلې، هم عبدالله، هم د سولې په مسله کې او حتا امريکا سره مخې ته تلل‌ او د هر چلنج پر وړاندې ودريدل خو معامله يې ونه کړه.
که چېرې پخواني معامله ګر تر اوسه حکومت کې پاتې وای، اوس به وخته اول موقت حکومت درباندې راغلی وای او که هغه نه وای يو ځل بيا به دوه سره حکومت جوړ وای، ځکه دغه سياسيون د طالبانو له غږ سره کابل کې لاسونه پورته کړي و او تسليم شوي و. دا ځل د ولسمشر ځوان ټيم پرېکړه وکړه چې که کمپاین موږ کوو نو تصامیمو کې هم باید زموږ خبره اوله خبره وي، دا د ځوانانو فیصلې وې چې نه بیا معامله وشوه نه اجراییه ریاست پاتې شو، نه امریکایانو او خارجیانو ته دا ځوانان ټیټ شول
که څه هم خارجیان قوي دي، زموږ زور ورسره نه رسېږي، خو لکه د زړو سیاستوالو غوندې په پټو سترګو نه ورپسې ځي او مذاکرات ورسره کوي، که مشکل پېښېږي د ملي منافعو لپاره به ورسره لار وړي، خو معاملې یې نه دي کړي، نتیجه داده چې اجراېیه ریاست لغوه شو، ریاست جمهوري یوازې ولسمشر ته پاتې شوه، که ولسمشر سياسي مخالفان خپل حکومت کې نيسي دا يې صلاحيت دی خو اوس به د نظام په منځ کې چيلک انداز نلري او څوک به يې پریکړې نشي ويټو کولای. اوس زموږ ټولو مسووليت دا دی چې ولسمشر ته هغه ژمنې ور په زړه کړو چې د کمپاين پر مهال يې کړې وې او هماغسې مخې ته لاړ شي او که کوم تصميم يې د کړو ژمنو خلاف يا هم داسې معامله وي چې راتلونکې اداري سيستم او خلکو ته خدمات زيانمنوي، بايد ور پام يې کړو او په اصلاحي نيوکو پرې مثبت فشار راوړو چې زورواکو او مفسدو سياسيونو ته تسليم نشي.

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.