The news is by your side.

لږ يې سړه خورئ، پام مو پر اوربند ورټول کړئ

بهیج عثماني

0
يوې خبرې ته مو پام وي دا ۲۰۰۱ کال نه دی چې افغانستان نه قانون درلود، نه درې ګوني ځواکونه او د ټولو په سرکې د قانون له مخې راغلی مشر ځکه نو هر چا په ډاډه زړه د لنډمهالي حکومت غوښتنه کولای شوای او تر يوه بريده منطقي خبره هم وه ځکه بل انتخاب نه و. ټولې ډلې ټپلې راغونډې شوې او واک يې د خپل زور په تناسب په خپلو کې سره تقسيم کړ.
اوس چې ولسمشر د يوه منلي قانون له مخې ولسمشر شوی دی، واک او اختيار يې مالوم دی د کوم ميکانيزم له مخې به له قانون څخه تېرېږي او واک به لنډمهالي حکومت ته سپاري؟
که فرضاً د سولې د خبرو په بهير کې د اساسي قانون پر بدلون موافقه وشي لومړی به يو کاملاً مسلکي ټيم جوړېږي چې يوازې قانون پوهان به پکې وي. پر پېشنهادي بدلونونو به بحثونه کوي او چې کله يوه مسوده چمتو شي او د دواړو خواوو ترمنځ پرې موافقه راشي بيا به دا بدلونونه ملي شورا ته راځي او چې ملي شورا ورباندې هو وکړي بيا به لويه جرګه د اساسي قانون د تعريف له مخې جوړېږي چې د اوسني قانون ځينې مادې تبديلي کړي. بيا به د نويو بدلونونو په رڼا کې مالومېږي چې ولسمشر به د کوم ميکانيزم له لارې واک چا ته سپاري.
دا دومره کوچنۍ موضوع او د څو کرښو ليکلو خبره نه ده چې په څو ورځو او مياشتو کې به ترسره کېږي. اوږد، خورا پېچلی او تخنيکي بهير دی چې ښايسته ډېر صبر او زغم غواړي.
ولسمشر غني او بل هېڅوک د اساسي قانون د تعديل حق نلري او نه يې په واکونو کې راځي. که ولسمشر زر ځلې موافق هم شي چې موقت حکومت ته واک وسپاري قانون اجازه نه ورکوي.
هر څه هوايي مه غواړئ لږ چورت پرې وهئ. دلته د دېرش ميليونو انسانانو د برخليک خبره ده. له کارپوهيزو څېړنو او د متخصصينو له اوږدو او پراخو بحثونو پرته حتا د قانون د څو مادو متن نشي چمتو کېدای پاتې خو بيا په لويه جرګه کې ورباندې هوکړه شوه.
هغه وخت چې شرايط بشپړ نورمال و شاوخوا دوه کالونه وخت يې وغوښت چې د اوسني څو پاڼې اساسي قانون متن او مسوده چمتو شوه.
لږ يې سړه خورئ، پام مو پر اوربند ورټول کړئ
تر مطلوبه پوری لاره پر خطر ده
څو چې يو قدم تر ميان دی خُرم مشه
(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys