The news is by your side.

ملا صیب په ژړاشو او حاضرینو ته یې وویل

0

وایي یو پاکستانی ملا د جمعې په ورځ په ممبر ناست وه او مقتدیانو ته یې وعظ کاوه.
ملا صیب په ژړاشو او حاضرینو ته یې وویل :
نه ګورۍ دې اسرایلو ظالمانو پدې مبارکه روژه کې په فلسطینیانو اوبه بندې کړي او د نړۍ مسلمانان ورته هیڅ نه وایي، دې وخت کې د جومات له وروستۍ برخې یو کس غږ کړ چې ملاصیب !
خبر نه یې په چین کې دې ظالمو چینایانو د یغور په مظلومو مسلمانانو د روژې پابندي لګولې او روژې نیولو ته یې نه پریږدي خو دا د پاکستان مسلمانان ورته هیڅ هم نه وایي.
ملا صیب چې کله دا خبره واوریده ، په قهر شو خلکو ته یې امر وکړچې:
دا خاین د ان‌‌‌‌‌‌ډيا جاسوس دی ، د پاکستان د ملي مفاداتو خلاف اظهارات کوي ، له جوماته یې وباسۍ دا له دوست هیواد چین سره د اسلامیه جمهوریه پاکستان د رورۍ په بنیاد ولاړې اقتصادي اړیکي خرابوي .
خبره مې دا کوله چې پاکستاني ملایانو د ISI په اشاره او لمسون د وزیرستان د مظلومو پښتنو په اړه عین دوه مخې پالیسي غوره کړې.
له نیږدې یوې نیمې هفتې را په دیخوا پاکستاني غدار او ظالم فوځ د کوزې پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې پر مظلومو او بې دفاع پښتنو هر څه بند کړي حتی له سیمې د ښځو او ماشومانو د مړینې خبرونه ورکړل شوي خو د پاکستاني استبلشمنټ ذیره خواره پاکستاني غټ خیټي ملایان حتی د انسانیت او مسلمانۍ په پار هم سوڼ نه باسي ځکه چې د دوی په آند دغه چاره د انګریزی الاصله پاکستان د مفاداتو خلاف عمل دی خو که دیته ورته په مراتبو کوچنۍ قیصه په کشمیر کې د هندیانو له خوا په کشمیریانو باندې وشي بیا به نو تاسې د پاکستاني ملایانو شر او شور ووینئ چې ټوله دنیا به یې په سر اخیستې وي ځکه چې هلته بیا د سب سی پهلې پاکستان ګټې مهمې دي نه دې مسلمانانو ځکه که خبره د کافر او مسلمان وي نو د وزیرستان پښتانه هم له یهود مور او پلاره نه دي زیږیدلي بلکې سوچه پښتانه مسلمانان دي .
زه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه یم چې بالاخره به پښتانه خپل هدف ته رسیږي خو هغوی چې نن یې د تور پنجاب د استعماري ګټو د خوندیتابه لپاره پخپلو خولو د سکوت او بېغیرتۍ مهر لګولی تاریخ به یې هېڅکله معاف نکړي او یوه ورځ به هرو مرو لکه د بنګلدیش پاکستاني پلوه جماعتیان د خپل کرغیړن سکوت په سزا رسیږي.

فضل الرحمن عمرخیل

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.