The news is by your side.

ملت اوس ورو ورو سولې ته د رسېدو په مشکلاتو پوهېږي

خوشال خلیل

0
دوه نیم کاله پخوا (۱۳۹۶ـ حوت) د کابل پروسې په کنفرانس کې ولسمشر غني طالبانو ته په تېرو نولس کالو کې د لومړي ځل لپاره د بې قید و شرطه سولې مذاکراتو د پیل وړاندیز وکړ، بیا یې لږ وروسته د اختر په مناسبت د افغانستان په تېر څلويښت کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سرتاسري اوربند غږ وکړ چې طالبانو هم رعایت کړ او کامیاب اوربند و.
دغه کنفرانس کې ولسمشر وویل، سولې ته رسېدل لږ تر لږه پنځه کاله وخت نیسي او اجتماعي سوله ممکن لس کاله وخت وغواړي.
د ولسمشر دغه خبره هغه وخت کې د ډېرو داخلي نیابتي سیاسیونو له خوا وغندل شوه او د رسنیو په مټ یې داسې تعبیر کړه چې ولسمشر غني په دې چل د واک دوام غواړي او سوله باید ژر وشي او ولسمشر یې ملامته کړ.
خو کله چې څه کم دوه کاله پخوا طالبانو سره د امریکایانو په څلورو ټکو مذاکرات پيل شول، هغه څلور ټکي، د بهرنیو پوځیانو وتل، نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کول، د بندیانو خوشي کول او بیا دولت سره د مذاکراتو پیل و، په دې څلورو ټکو دوه کاله واوښتل، خو اخر هم یوازې په یو مورد توافق وشو چې د بندیانو خوشي کول و، هغه درې نور پاتې شول، ایله اوس دولت سره مخامخ کېناستل.
ښه نو اوس تاسې فکر وکړی چې کلیاتو کې په یوې او دوه موضوعاتو له امریکا سره دوه کاله ووتل، نو که جزئیاتو ته لاړ شو، دا کېسه نوره هم اوږدیږي. سولې ته رسېدل مذاکرات غواړي او د مذاکراتو هر قدم عملي میکانیزم، پلان، وخت او منابعې غواړي.
د جنګ پر مهال زموږ او تاسې کلیو او بانډو کې کور په کور دښمني پیدا شوې ده، ددغو دښمنیو ورکولو ته اجتماعي سوله وايي چې ولسمشر په باور حل یې کم تر کمه لس کاله وخت نیسي.
له دې مقدمې مې هغه سیاسیون مخاطب دي چې په تشو شعارونو ځانته د سولې مدافعان او سرلاري وايي، تر څو له خلکو لایکونه او پلوي ترلاسه کړي، خو ملت اوس ورو ورو سولې ته د رسېدو په مشکلاتو پوهېږي او د ولسمشر نیت او اراده درک کولای شي.
که د قطر مذاکرات بریالي کېږي او د اسلامي جمهوري دولت اساساتو په ساتلو سره سوله راشي، که غني په واک کې وي یا نه وي، ددې ټولو هلو ځلو کریډټ ولسمشر غني ته ځي او د راتلونکې پراخ بنسټه سولې او جمهوریت موسس به غني وي. ممکن زما دا ادعا اوس ځینو ته د منلو نه وي، خو وخت سره به هر څه ثابت شي.
(Visited 47 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.