cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
منظور پښتین د پاکستاني پوځ او د هغوی د ټالیبي ملیشې په ضد راپورته شوی – afghansabawoon
The news is by your side.

منظور پښتین د پاکستاني پوځ او د هغوی د ټالیبي ملیشې په ضد راپورته شوی

اجمل ستانکزی

0
منظور پښتین د پاکستاني پوځ او د هغوی د ټالیبي ملیشې په ضد راپورته شوی. منظور پښتین خپله وايي چې ټالبان د پاکستان د پوځي او اسختباراتي ادارو زېږنده ده او د دوی د ګټو لپاره جنګیږي.
چې اوس دا ځینې ټالیب پلوي په کوم اساس د منظور ملاتړ کوي؟ دوی که لږ شرم هم درلودای نو د منظور پښتین نوم به یې هم په خوله نه اخیستلای ځکه منظور د پاکستاني پوځ مخالف او د افغانستان د نظام ملاتړی دی خو ټالیب پلوي د پاکستانۍ ملیشې (ټالیب) ملاتړي او د افغانستان د نظام ضد دي. دوی له منظور سره هیڅ فکري مشترکات نلري.
په یاد لرئ چې د ټالیب ملاتړی د منظور د غورځنګ ملاتړی نشي کیدای. ټالیب پلوي له پښتینه د دې لپاره ملاتړ کوي چې نور پښتانه پرې انتقاد ونکړي. خو د دوی په خبرو نور مه غلطیږئ ځکه د ټالیب او د پاکستاني پوځ هدف یو دی. دوی که ریښتیا هم د پښتین ملاتړ کوي باید د ټالیب مخالفت وکړي.
خو نه! دا منافق خلک غواړي له هرې خوا ګټه وکړي. دوی یوازې او یوازې د خپل ځان په غم کې دي نه ستاسې په غم کې. د دوی په خبرو مه غلطیږئ.
(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.