The news is by your side.

مورخین وایي د افغانانو دوه خاصیتونه تر نورو غښتلي دي

0

د افغانانو په هکله مورخین وایي چې دوه خاصیته یې تر نورو غښتلي دي، یو جنګیالي او بل خوشباوره دي. لمړی خاصیت یې تل بېځایه مصروف ساتي او دوهم یې په سیاست کې تېر باسي.

که تاسو د افغانستان تاریخ لولئ، ګورئ به چې موږ تل پردو او خپل منځي جنګونو بوخت ساتلي یو او کله مو هم چې موکه ترلاسه کړې چې نظام جوړ او سیاست وکړو، تېروتي یو او په منځو کې په وړو مسلو کې راګیر شوی یو. ښه مثالونه یې د روسانو د وتو په وخت د ژينیوا او اوسني د سولې مذاکرات دي.

له همدې کبله هر افغان چې له خپل تاربخ سره یو څه اشنا او څه پاک وجدان ولري، د کوم ناولي دوکه باز سیاسي مشر په لومه کې راګیر نه وي، هڅه یې تل دا وي چې که چېرې کوم کس پيدا شي چې له ستونزو سره سره ملي ایدیالونه وپالي، پوه او له وطن سره مینه ولري نو غنیمت یې ګڼي او لاس ورکوي. دوی پوهېږي چې په وروسته پاته ملتونو کې ښه کادرونه کم وي او د هغو په نشتون مې ښه مشران او ښه نظام رامنځته کېدل کله کله او د چانس خبره وي.

خو عام خلک بیا په خواشینۍ په دې نه پوهېږي، دوی ته ګرانه وي چې په دې مسلو یې سر خلاص شي، فاسد سیاسیون او بړېڅي یې وړه دنیا لري او تل خپلې ګټې پالي او له همدې کبله زیات خوار ملتونه د افغانستان په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د غوره نظام له سیوري محروم دي.کاشکي زموږ ځوان کادرونه او سیاستوال د تاریخ په علم او فلسفه ځان پوه کړي او د نن او سبا لپاره ورنه کار واخلي.

محمد عارف رسولي

(Visited 50 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.