The news is by your side.

مونږه زیاته استفاده له همدې امریکا څخه وکړه خو که وخت راغی انتقام به هم واخلو

0

اتلس کاله وړاندې مې د جاپان مشهوره نشراتي ادارې (NHK) سره کار کوو. د طالبانو نظام سقوط شوی وو. یو مشر جاپانی خبریال په همدې اړوند موضوعاتو راپور جوړولو لپاره راغلی وو. غوښتل یې چې د طالبانو کوم مخکینی چارواکی پيدا کړي. د بي بي سي ایوب ترین صیب په مرسته مو په کویټه کې یو تن متوسطه چارواکی مرکې لپاره آماده کړو. د جاپاني اوله پوښتنه دا وه چې اوس چې تاسې بشپړ شکست وخوړ د اینده لپاره مو تګلاره څه ده؟
طالب وویل: ‘مونږ به له امریکا سره جنګیږو او بدل به ترې اخلو’
پدې به نور څه نه لیکم چې څه وشو ولې وشو خو له مرکې وروسته ما له دغه خبریال نه پوښتنه وکړه چې امریکا خو تاسې سره زمونږ نه زیات ظلم کړی تاسې ترې څه بدل واخیستو یا اینده کې څه اراده لرئ؟
جاپاني وویل ریښتیا هم امریکا یوازې مونږ سره ‌‌‌‌‌‌نه بلکه د بشریت سره ظلم کړی خو له نړیوال جنګ نه وروسته زمونږ ملت تصمیم ونیو چې د دشمنانو نه بهترین انتقام د جاپان جوړول او پرمختګ دی. دې جوړونه کې مونږه زیاته استفاده له همدې امریکا څخه وکړه خو که وخت راغی انتقام به هم واخلو مګر نه د امریکا د ظلم په څير.
نو ملګرو ! یو باثباته، سوکاله، مستقله او پر خپلو خپو ولاړ افغانستان زمونږ د ټولو دشمنانو نه ستر انتقام دی او همدې ته باید لاس سره یو کړو.

تل دې وي افغانستان

زردشت شمس

(Visited 83 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.