The news is by your side.

ناشناس د يوې متعصبې ډلې په خدمت کې

0

عظم الدین علیمي ـ

تېره ورځ په فیسبوک پاڼو کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس یوه مرکه څرګنده شوه چې د پښتو ژبې او پښتو ادبیاتو په اړه يې خپل نظر ښکاره کړی و. ناشناس د پټې خزانې په اړه د ستر استاد علامه عبدالحی حبیبي د علمي څیړنې او نظر په مخالفت کې ځان درولی و.
په داسې حال کې چې د موسیقي په هنري ډګر کې د ښاغلي ناشناس پوهه او برلاسی د زیاتې ستاینې وړ دي، زما په اند هغه دا وړتیا او صلاحیت نه لري چې د پوهاند حبیبي په څېر د یو ځواکمن پوه پر علمي نظر شک ښکاره کړي. تر اوسه به د ژبې او ادبیاتو په ساحه کې، چا د ښاغلي ناشناس کوم کتاب څه چې د هغه یوه نشر شوې مقاله هم نه وي لیدلې. نو دی بیا څنګه ځان ته حق ورکوي چې د پښتو ژبې د خورا لویو استادانو پر علمي څېړنو د بطلان کرښې وکاږي؟
ناشناس په خپله مرکه کې، د نولسمې پېړۍ په ۱۸۴۲ (ز) کال کې مړ برتانیايي افغانستان پوه، جنرال الفنسټون، له ګوره بهر کړی او له علامه عبدالحی حبیبی سره یې په شلمه پیړۍ کې ملاقات ته کښینولی دی. جنرال الفنسټون (۱۷۸۲ ــ ۱۸۴۲) د افغان ـ انګلیس د لومړي جنګ په دوران کې په کابل کې د برتانیايي ځواکونو قوماندان و. د کابل سلطنت بیان په نامه د الفنسټون یو مهم کتاب په پښتو او دري ژبو ژباړل شوی دی. د ناشناس په وینا، پوهاند حبیبي د پټې خزانې په اړه د جنرال الفنسټون (چې هغه مهال په يې هډوکي هم خاورې وو) نظرغوښتی و او هغه د نظر له څرګندونې ډډه کړې وه. په جوړ شوي محفل کې د متعصبینو يوې ډلې چې د افغانستان د خلکو په منځ کې په بېلابېلو لارو د نفاق اچونې هڅې کوي، د ښاغلي ناشناس لخوا د جنرال الفنسټون د بیا ژوندي کولو ښکرورې ټوکې ته چکچکې کړې وې. ښاغلي ناشناس په مرکه کې ( د خپلې تاریخ پوهنې په رڼا کې)، د افغانستان په تېر تاریخ کې د امیر کروړ له شتون څخه هم, د متعصبې ډلې د خوشحالۍ لپاره, انکار کړی دي.
بله ورځ به د افغان تاریخ پوهانو له مالوماتو څخه په ګټې اخیستنې سره د امیر کروړ په اړه یو څه ولیکم.

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.