The news is by your side.

ننی د سترګو ليدلی حال او د بې وسۍ وروستی حد

ګلالی روفي

0
ننی د سترګو ليدلی حال او د بې وسۍ وروستی حد!
سهار د يو ملګري په دوکان کې ناست وم چې يو تنکی زلمی راننوت، په يو لاس کې يې د پوهنتون چپټرې او بل لاس کې يې غټ موبايل نيولی وه. له سلام کلام وروسته يې خپل موبايل دوکاندار ته وښود، وای وروره دا په څو اخلې؟
دوکاندار موبايل په لاس کې تاو راتاو کړ، ويلې په دوه زره ارزي خو زه هم پيسې نلرم که چا اخيسته نو په دومره مبلغ يې ورکړه.
محصل يو اوږد اسوېلی وکړ او په وتو وتو کې يې وويل:
نه مې موبايل څوک اخلي او نه راسره د پوهنتون کرايه شته. اخر څه وکړم؟ پوهنتون په څه ولولم او که وې لولم نو بيا به څه کوم؟
ما چې هغه سره د مرستې لپاره هيڅ وس نه درلود، خپل سر مې ښکته کړ او په زړه کې مې وويل:
يا ربه!
کوم داسې امتحان پاتې چې افغانانو په دې نړۍ تاته درنکړ؟
Leave A Reply

Your email address will not be published.