The news is by your side.

نن سبا ځینې وايي: چې مونږ امریکا ته ماتې ورکړه

0

نن سبا بیا ځینو خلکو اوازې اچولي چې مونږ امریکا ته ماتې ورکړه. 
د څه شي ماته؟؟؟؟
مونږ باید ماتې تعریف کړو. که د ماتې معنا دا وي چې یو بهرنی قدرت افغانستان ته په زور راشي، خپل زړه په افغانستان کې یخ کړي او په اخر کې پخپله بیرته له افغانستانه ووځي. نو بیا مونږ سکندر ته هم ماتې ورکړې او انګریزانو او روسانو ته هم. د همدې تعریف له مخې هندوانو محمود غزنوي ته ۱۷ ځلې او احمدشاه بابا ته ۸ ځلې ماتې ورکړې ځکه دوی هم په هند حمله وکړه، ښه ډیر یې پکې مړه کړل او اخر ترینه پخپله خوښه ووتل. همدارنګه پاکستان او هند هم انګلیس ته ماتې ورکړې… خو که ماتې د دښمن ماتولو ته وايي بیا مونږ نه انګلیس مات کړی او نه هم شوروي.
عجیبه نه ده؟ د ځینو د دعوو په اساس ماتې هم مونږ ورکړو او همیشه ملک هم زمونږ وران شي او ډیری خلک هم زمونږ مړه شي. او د هغوی ملک هم جوړ وي او خلک يې هم ژوندي وي.
انګریزان راغلل. ملک يې ونیو، ښه ډیر افغانان يې ووژل، زمونږ سرحدونه يې وټاکل، ملک يې راته ټوټه ټوټه کړ خو مونږ بیا هم وایو چې شکست مو ورکړ. هغوی خپلو اهدافو ته ورسیدل نو مونږ د څه شي شکست ورکړ؟ لندن مو ونیو؟ حتا هغه خپلې سیمې مو هم بیرته ترینه ونه نیولای شوې.
همدارنګه روس راغی، ټول ملک یې ونیو، لکونه افغانان په جګړو کې ووژل شول، میلونونه مهاجر شول، د نورو ملکونو استخباراتو زمونږ د ملک قدرت په لاس کې ونیو. خو چې روس بیرته ووت نو مونږ ورپسې له شا نه چیغې وهلې چې ماتې مو ورکړه. څنګه ماتې دې ورکړه؟ مسکو دې ترینه ونیو؟ تا خو ان هغه خپل جوړ دولت هم وران کړ برعکس روس جوړ پاتې دی. نو ماتې تا وخوړه که روس؟
امریکا راغله، ملک يې ونیو، نظام يې بدل کړ، طالبان ترې یا په غارو ننوتل او یا هم د خپل بادار د لمنې لاندې ترې پټ شول، په افغانستان کې يې د طالبانو د نظام په ضد نظام جوړ کړ، دولت يې په پښو ودراوه، د طالبانو ډیری مشران يې يا ووژل او یا يې بندیان کړل، اسامه يې وواژه اوس یې چې دوتو اوازې دي نو یو شمیر چیغې وهي چې امریکا ته مو ماتې ورکړه.
مونږ خپلو خلکو ته ډوډۍ نشو ورکولای نو د نړۍ سترو قدرتو ته به ماتې څنګه ورکړو؟ بل دا سپیرې دشتې به ما او تا ته ګرانې وي چې خپل ملک مو دی. خو هیڅ فاتح نه غواړي چې پدې وچ وطن کې ژوند وکړي. هر فاتح لدې ځایه پخپله خوښه وتلی ځکه د ژوند او فتحه کولو لپاره تر دې ډیر ښه ښه ځایونه شته ولې هغه نه نیسي چې دلته خپل ژوند ضایع کوي.
په یاد لرئ چې یو خوار، په هره برخه کې غریب او د نورو په خیراتو چلیدونکی ملت هیڅکله هم چاته ماتې نشي ورکولای. د مشرانو په غټو غټو خبرو مه غلطیږئ.

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.