The news is by your side.

نورې مينې مه وژنئ / هما ظفر احمدزۍ

0

نورې مينې مه وژنئ 😰🙏

قتل يوه وحشي او ناروا کړنه ده .
قاتل که کورنى وي يا بهرنى قاتل , قاتل دى .
د مينه منګل د شهادت قضيهّٙ ته د کورنۍ مسئلې رنګ ورکول کيږي، خو دا مه هيروئ چې کورنې مسئله د سرک په سر په دومره وحشت نه حل کيږي. دا يوازي د يوه کور يا يوې کورنۍ مسئله نه، بلکي دا د هرې کورنۍ، هرې پښتنې او په ځانګړې توګه د يوې نجلۍ د ژوند او حق مسئله ده. دا د نرواکې ټولنې د وحشت مسئله او د هرې پښتنې مسئله ده . مه پريږدئ چې دا وحشت توجيه او دا خبره په دې دپه شي . هيڅوک د چا د ژوند اخيستلو حق نه لري . که د مينې شهادت او بې ګتاه وژنه مو نن محض يوه کورنۍ کيسه وګڼله نو له ځان او هرې پښتنې سره به مو نا انصافي کړې وي . له ټولو هغو ميرمنو او نارينه وو چې ځانونه د ښځو د حقوقو مدافع ګڼي، له مدني او حقوقي فعالانو چې په لوړ مقام کې دې، هيله کوو چې د مينه منګل د وژل کيدو قضيه په شفافه او انساني مسئوليت وڅيړئ. هر هغه څوک چې له زړه نه په دغه غميزې درديدلي وي مه پريږدئ چې د مينې روح هم د نورو بې وزله نجونو غوندي چې د يو تور په پورې کولو سره له خاورو سره خاورې شوه ناکراره وي . که چيري تاسو ټولو د مبارزې دعوه ګيرو په دې ځلانده څهرې هم د خاموشي او بې وسي خاورې واړولې نو بيا ځان ته بايد هيڅوک هم د مبازې ښځې نوم وانخلئ . بيا دې هيڅوک ځان د ښځو نماينده نه ګڼئ .

يادونه : لمړي ځل لپاره ځيني دوستان ټګ کوم , هيله ده په دې د خفګان په ځاى راسره همغږي اوسئ 🙏
زموږ او تاسو همغږي داسي وحشتونو ته د پاى ټکى کيښودلى شي

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.