The news is by your side.

هذا من فضل ربي/ صبغت الله ملکزی 

0

وایی کوم تاجر د ښځو د نوکانو ارزانه رنګ وارد کړی وو، چې کله به ښخو لاسونه وینځل رنګ به خپله د اوبو سره له نوکانو پاکېده، کله چې ښځی پوه شوې چی رنک بدل یانې کم اصله دی نو د نوکانو دغه رنګ اخیستل یی بند کړل او تاجر د ډیر تاوان سره مخ شو. تاجر ډیر په تشویش کې شو چې څه وکړي، تر دی چی د ابن الرشد دا خبره وریاده شوه. که غواړی په جاهلو خلکو حکومت وکړی هر څه ته اسلامي رنګ ورکړه. نو تاجر د دی فکر سره په د رسنیو له لارې اعلانونه پیل کړل چی د الله په فضل مو داسی د نوکانو حلال رنګ راوارد کړی چی د اوداسه په وخت کی د اوبو سره پخپله مینځل کیږي او له منځه ځي. ښځو چی دا اعلان ولید د نوکانو د رنګ په اخیستلو یی بیا پیل وکړ او تاجر پری میلیونر شو او کور یی جوړ کړ او په خپل کور یی غټ ولیکل:  هذا من فضل ربي
ژباړه

(Visited 43 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.