The news is by your side.

هسې یوه خبره مې کوله……/ خوشال خلیل

0

زموږ سیاستوال ملامت نه دي چې خپل ابتکار، خپل فکر او عمل نه لري، اکثریت یې تېرو څلويښتو کالو کې د نورو په فرمایشاتو روان دي، مثلا د جهاد په کلونو کې تنظیمي مشرانو ته برنامه پاکستاني استخباراتي مامورانو ورکوله بیا به په هماغه لین روان و، تر هغې وروسته ځینو معتبرو جهادي مشرانو له انګلیس، سعودي او امریکا سره مستقیم تار وغځولو او د هغوی په فرمایش به مخکې روان و، بیا چې له ۲۰۰۱ کال وروسته نوی نظام جوړیده دلته اداره او نظم نه و تر هغو چې دا هر څه جوړیدل خلیلزاد اکثریت چارې مدیریت کولې، د دوی تربیت او روزنه داسې شوې چې اصلا مستقل فکر او عمل ورته ناممکن ښکاري. ولسمشر غني چې په نړیوالو سټیجونو، اقتصادي فورمونو او د امریکا په پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو کې لوبېدلی دی، په خپل علم او په خپل ځان باور لري او دغه باور اکثریت عنعنوي سیاستوال ته لیونتوب ښکاري، ځکه چې غني د دوی برعکس هغه سیاست کوي چې ددوی سر پرې نه خلاصېږي او د دوی د محاسبې له مخې غلط دی. ځکه د دوی په باور له امریکې سره ډغرې وهل حماقت دی او هر څه چې امریکا وايي باید هغه ومنل شي، خو ولسمشر لکه د کرزي په څير نه و چې امریکا سره یې له تعقل پرته ډغرې وهلې وي، غني د داوود خان په څیر سیاست هم نه کوي، داوود خان برژنیف ته مخامخ ویلي و چې خپل حد وپيژنه او په قهر ترې راوتلی و، غني د امریکا سره په تعقل، تدبیر او منطق مخې ته لاړ، د امریکا سیاستوال یې پوه کړل چې ستاسو استازی خلیلزاد غلط روان دی داسې غلط چې افغانستان کې بل بحران راولي او زموږ وطن په دوه لاسي پاکستان ته سپاري، ولسمشر غنی امریکا پوه کړه چې خلیلزاد افغانستان نه پيژني، خلیلزاد یوازې او یوازې تنظیمي، جهادي مشران او طالبان پیژني او ټول معلومات له هغو اخلي او پاتې د اکثریت افغانانو له نظریاتو او حالت خبر نه دی. خلیلزاد یوازې هغه سیاستوال پيژني چې د ورانکارۍ تاریخ لري خو هغو سره هیڅ شناخت نه لري چې افغانستان ته ژمن او مترقي افکار لري.
د طالبانو خوله دومره خوږه شوې وه او د تکبر په آس سپاره و چې د ټول افغانستان او نظام د چپه کولو او چور کولو خوبونه یې په ښکاره بیانول، طالبانو په جنګ ټینګار وکړ چې قطر او دوحه کې وښيي قوي دي، دوی یو د قوي ښودلو لپاره په تېرو لسو میاشتو کې د زرګونو انسانانو وینې وبهولې، خو اخر هم هیڅ.
د طالبانو پلویان، په کابل او نړۍ کې د افغانستان د سولې پلویان او ټول وطن دوسته سیاستوال باید دا ومني چې تر هغو چې موږ په خپل ځان باور ونه لرو، خپل ابتکار او عمل ونه لرو دې وطن کې پردي خلک نه سوله راوستی شي او نه یې ابادولی شي، د وینې بهېدو د مخنیوي لپاره ښه داده چې طالبان د ولسمشر غني سره کیني او لکه د حکمتیار په څیر چې سوله یې وکړه او بیا هم په ډاګه په ډموکراټیک ډول د امریکا مخالفت کوي، دوی دې هم راشي او ټاکنو کې دې برخه واخلي او خلکو ته دې قناعت ورکړي خدای دې وکړي چې ټول حکومت ونیسي، طالبان که پښتانه وي، باید دا پښتو متل هیر نه کړي، چې « په زور کلي نه کېږي» پښتون په رضا دوزخ ته ځي خو په زور جنت ته هم نه ځي

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.