The news is by your side.

همدا (.) ټکی دې نښه وي چې دا ځل به عبدالله تر هندوستانه ورکوي

خوشال خلیل

0

د کورنیو جنګونو په پيل کې جنرال دوستم د رباني له حکومت سره و او دومره غښتلی او قوي و چې حکمتیار یې د کابل نه په شا وتمباوه او په کابل کې یې څوک د زور نه و، خو کله چې همدغه دوستم له حکمتیار سره د هماهنګۍ شورا جوړه کړه، حکمتیار یوه لویه لافه وکړه ویل اوس به احمدشاه مسعود له کابل ورکوي، کېسه برعکس شوه دوستم له ټول زور سره له کابل ورک او هغه ټول زور یې ختم شو.
بیا حکمتیار د استاد رباني په حکومت کې صدراعظم شو، د شا له خوا پرې طالبان راغلل، دلته حکمتیار بیا یوه لافه وکړه ویل دا طالبان له ټول مشرقي ورکوم، خو برعکس طالبانو ورنه سپینه شګه یعنې دده لوی مرکز ونیو او بیا دی او استاد رباني تر بدخشان او کولاب ورسېدل.
یو وخت حکمتیار له طالبانو ملاتړ وکړ، هغه وخت ملا برادر نه په دې اړه پوښتنه وشوه، هغه ویل حکمتیار ډېر سپيره سړی دی او دده ملاتړ ته موږ هیڅ اړتیا نه لرو، هغه ویل موږ لیونیان نه یو چې داسې سپیره سړي سره ملګري کېږو.
اوس ډاکټر عبدالله حکمتیار ته ورغی، حکمتیار سره د ایتلاف پخوانیو تجربو ته په کتو دا ځل عبدالله په دې کار په خپل سیاسي ژوند وروستی میخ وواهه او همدا (.) ټکی دې نښه وي چې دا ځل به عبدالله تر هندوستانه ورکوي.

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.