The news is by your side.

وايي په ښځو ددې لپاره تعلیم وکړئ ترڅو ډاکټرانې شي

0

وايي په ښځو ددې لپاره تعلیم وکړئ ترڅو ډاکټرانې شي او سبا د نورو ښځو علاج وکړي. 
لدې دلیل سره زه کلک مخالف یم. ښځه هم لکه نر یو انسان دی او په کوم دلیل چې په هلکانو تعلیم کوئ هماغه د انجونو لپاره هم کافي دی.
په ماشومانو (هلکانو او انجونو) باید تعلیم ددې لپاره وشي چې ښه انسانان شي، خپل او د نورو حقوق وپيژني، خپل حالت درک کړي، یوه موضوع ښه تحلیل کړای شي، په ورځنیو چارو کې هر چا ته احتیاج نه وي، ځان او نورو ته یې ګټه ورسیږي، پخپلو پښو ودریږي او لکه مات لاس د بل غاړې ته ونه غورځیږي، د هیواد په پرمختګ کې خپله برخه مسولیت ادا کړي…
که حقیقت وویل شي نو په سلو کې لس سلنه ښځینه زده کوونکې هم نه ډاکټرانې کیږي او که پوهنتون وايي هم نو تر ډیره نورو پوهنځیو ته ځي.
د یو هیواد د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې د هغه هیواد نیم نفوس (ښځې) هم له نرانو سره اوږه په اوږه په هر مسلک کې کار وکړي. مونږ ښځو ته د ډاکټري تر څنګ په انجنیري، استادي، زراعت، پولیس، دولت او نورو برخو کې هم ضرورت لرو. پرته د ښځو له ګډونه په دغو برخو کې هم پرمختګ ناشونی دی.

اجمل ستانکزی

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.