The news is by your side.

وایي؛ اوس هم د جمهوریت دفاع کوې

جان اغا بهار

0 105
وایي؛ اوس هم د جمهوریت دفاع کوې. هغه سقوط شو؛ واک کې خلکو خیانت او غداري وکړه. زه د تېر شل کلن ــ ولسواک نظام هره ښه او بده تېره شوې شېبه په ځان پور ګڼم. دفاع
یې په ځان فرض بولم. ما د جمهوریت له برکته ښوونځی ولوسته. پوهنتون مې ولوسته. لیسانس شوم، ماستري مې وکړه. د فکر او نظر اظهار مې وکړ. د بیان او رسنیو له ازادۍ مې ګټه پورته کړه. لیکل او لوستل مې وکړه. وینا او غږېدل مې زده کړه. مهذب ژوند تېرول مې زده کړل. وران او کنډواله وطن یې له برکته نسبي جوړ شو. سیاسي شعور مې خپل کړ. د افغانستان تقریباً نوي سلنه خلکو یوازې په تېر شل کلن نظام زده کړې ترلاسه کړې. او زه باید د تېر جمهوري نظام دفاع وکړم. جمهوریت ددې وطن لپاره اساسات ایجاد کړل؛ خو ونه ساتل شول.
Leave A Reply

Your email address will not be published.